د ګروی سره کرايه جمع کول

اسلام علیکم علی حضرت “کتواز” یم کابل ولایت نه هیله ده چی روغ او خوشحال به یاست الله مو تل تر تله کامیاب او بریالی لره
یوه پوشتنه لرم دگروی په باره کی هیله ده چی جواب یی راکری
کابل کی او یانورو ښارو کی خلگ کورونه په گروی باندی نیسی او بیا یو معلوم شوی کرایه هم پری باندی ایژدی چی سود رانه شی ایا د سلام به نظره گروی سنگه ده
مننه کوم د نورو بریا په هیله

علي حضرت کتوازی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې يو کس کور ګرو کړي او په دغه کور کې اوسيږي خو د هغه سربيره څه اندازه کرايه هم ورکوي نو معامله باطله ده . ځکه يه يو عقد کې دوه عقده نه جمع کيږي .

په يو وخت کې کروي (الرهن) او کرايه (الاجاره) نشي جمع کيدای او دا معامله ناروا او باطله ده .

قواعدة الفقهية : ربط عقدٍ بعقدٍ باطل .

بحيث يكون العقدان في محلٍّ واحدٍ، فهذا يؤدي إلى إبطال العقدين (قواعة الفقهية / دوکتور سعد بن ناصر).

کما فی الدرالمختار بخلاف لا اجارت والمبيع والهبه والرهن من المرتهن او من اجنبی اذا باشر احدهما باذن الاخر حيث يخرج من الرهن وفي الشامی و اما الاجارة فالمستاجر ان کان هو الراهن فهی باطلة الخ وان کان هو المرتهن وجدد القبض للاجارة بطل الرهن الخ . (نقل فی الفتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۴۲ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email