امريکايۍ مسلمانه داعيه یاسمين (دريمه برخه)

آیا تا په دعوت کې برخه اخيستې ؟

الحمدلله رب العالمين

زما په ژوند کې ستر نعمت دا دی تر څو زه و توانيږم اسلامي زده کړه وکړم او هغه د نورو سره شريک کړمه څو نور غير مسلم له اسلام څخه خبر کړم .

او د کليساوو څخه مې ليدنه کړې او د اسلام په باره کې مو د ډيرو خلکو سره بحث کړی دی.

زه ګمان کوم چې د دعوت پرته ژوند نشم تيرولای ځکه چې دا کار ايمان ته حرکت ورکوي .

خاوند يې وايي : د دعوت الی الله لپاره مو په امريکا کې داخلي او خارجي سفرونه کړې دي ، په خاصه ټوګه د آنلاين اسلامې پوهنتون تر سرپرستۍ لاندې .

ياسمين : چې هغه لره يو ستر شرف دی کوم چې دوکتور بلال قيلبس او د پوهنتون د هيئت تر څارنې لاندې دی.

www.islamiconlineuniversity.com

او سبحان الله ، ته به دا خيال کوې چې هغوی به د خلکو ډير مالونه جمع کړي وي خو نه بلکي د دغه اسلامي پوهنتون هدف اسلام ته خدمت دی چې خلکو ته اسلام ور پیژني .

او دا امکان یې برابر کړی دی څو په امريکا کې په اسلامياتو کې د ديپلوم ، ماسترۍ په کچه تعليم وکړې ، په آنلاين ټوګه پخپل کور کې زده کړې وکړي هغه که هر وخت وي سهار ، د خوب څخه مخکې يا موټر کې او که څه مشکل وي د تليفون له لارې رابطه کولای شې .

او کورنۍ کار په آسانۍ سره (د چک ) لپاره ورليږلی شې .

سوال : الله سبحانه وتعالی ته مو څه شي وړاندې کړي چې تاسې ته يې هدايت نصيب کړ او د اسلام داعيه يې وګرځولې ؟

په ژړا ژړا … سبحان الله

زه ګمان نه کوم چې زه به ددې مستحقه ومه چې د الله تعالی لورې ته بلنه وکړمه مګر که داسې وي نو د الله تعالی لوی فضل به وي د ايمان د ستر نعمت (لا اله الا الله …) په وجه او د اسلام د ستر نعمت په وجه وي .

او يا دا سبب چې حد اقل زه د خپلو والدينو څخه د اسلام راوړلو پيغام واروم مخکې له دې چې هغوی وفات شی .

الحمدلله چې مسلمانه شوې يمه او ماته لوي راحت او سعادت په برخه شوی دی.

نوټ : قيصه اوږده وه د اختصار لپاره مو مهم ټکې را نقل کړل .

راپور او مصاحبه : شيخ فهد الکندري

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email