د شيطان څخه د پنا غوښتلو په اړه د يوې شبهې ځواب

بيا هم د اسلامې لارښود محترمو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

يو ملحد چې خپل مستعار نوم (کوشان ساپی) ښيی پخپله پاڼه کې ليکلي :

مسلمانانان د شيطان څخه پنا غواړي چې : (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ ) .
دلته مو واوریدل چی مسلمانان له شیطان څخه الله ته پنا وروړي
خو لاندی ایت کی بیا نور څه ویل شوي
(إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطٰنٌ عَلَى الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَلٰى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) .

ددی ایت اړوند خو به یا مسلمانان ایمان نه لري چی له شیطان څخه الله ته په ورځ کی پنځه وخته پناه وړي او یا به دا ایت غلط وي.

هيله ده ددې ملحد ځواب راکړئ
عبدالله له کابل ښار څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبيث په ټکې عربي او قواعدو هم نه پوهيږي ، د قرآنکريم مقابله هغو کسانو ونه شوای کړای چې د عربي ژبې په فصاحت او بلاغت کې يې نوم لرلو ، ته يې اوس په دې ناپوهۍ کوئ ؟

دا آيت کريمه داسې دی :

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ * إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (النحل :98-99).

ژباړه : (نو كله چي قرآن لولې الله ته له رټل شوي شيطان پناه يوسه، يقيناً چي هغه داسي دئ چي پر هغو كسانو هيڅ سلطه نه لري چي ايمان ئې راوړى او پر خپل رب توكل كوي).

يعنې کله چې قرآن تلاوت کوئ د شيطان له وسواسو څخه پنا وغواړئ تر څو مو تدبر او فکر ګډوډ نشي او د شيطاني وسواس څخه نجات ومومئ .

د (إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ) مطلب دا دی چې شيطان په تاسې باندې د بې لارې کولو ، کفر او ګناه کولو هيڅ توان نلري بلکي يوازې تاسې ته وسواس اچوي .

او دغه وسواس یې هم په رښتني مؤمن او هغه چې پر الله تعالی يې توکل کړی وي اثر نه کوي .

د سلطې څخه مطلب دا شو چې شيطان په زور باندې پر چا د ګناه کولو هيڅ قدرت نلري او نه هم ددې واک لري بلکي يوازې وسواس اچوي چې د هغه څخه پر الله تعالی پنا غوښتل پکار دي.

جاء في تفسیر ابن کثير و القرطبي:

قوله تعالى: {إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا} أي بالإغواء والكفر، أي ليس لك قدرة على أن تحملهم على ذنب لا يغفر؛ قاله سفيان. وقال مجاهد: لا حجة له على ما يدعوهم إليه من المعاصي(القرطبي ۱۰/۱۷۵).

وقوله: { إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ } قال الثوري: ليس له عليهم سلطان أن يوقعهم في ذنب (ابن کثير ۴/۶۰۲ ).

زه قرآن يم

و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email