روسي سندرغاړې او د پوهنتون استاذه د اسلام په لورې

ماشا الالیکنا (Masha Alalykina) چې په روسيه کې په ناطيقه مشهوره وه ، دوه کاله مخکې د فابريګ په نوم ګروپ کې مشهوره سندرغاړې او رقاصه او د راشن سينما ستاره وه چې شهرت يې اوج ته رسيدلی وو او په پنځو ژبو خبرې کولای شي .

هغه اوس د پوهتنون يو با حجابه استاذه ده ، چې د خپل تير عمر څخه يې ډير بد راځي .

پوښتنه : څنګه دې نجات وموند او څنګه دې اسلام قبول کړ ؟

ځواب : د الله په فضل او اراده يو ګام د الله تعالی لورې ته نږدې شوې يمه.

پوښتنه : تا پخپل عمر کې دا فکر کړی وو چې ته به دومره ژر مسلمانيږې ، د حج مناسک به ادا کوې ، ايا ته د حج د مناسک په اړه تشويش لرې ؟

ځواب : نه زه هيڅ تشويش نه احساسوم ژر ده چې د حج مناسک ادا کړم او غوره اوبه چې زم زم دي وڅښم.

زما ِیوه ملگرې وه چي ماته ډيره نږدې وه هغه په بل ښار کې بې هوشه وه . نه پوهيدم چې د خپلې ملګرې سره څنګه مرسته وکړمه .

په دې ورځ مې لمونځ وکړ او لومړی ځل مې د هغې لپاره دعا وکړه او د الله تعالی څخه مې مدد وغوښتلو ، بله ورځ مې ملګرې رابطه وکړه او ويي ويل : زما سره دې د بې هوشۍ په حالات کې ملاقات وکړل او زما سره دې ډيره مرسته وکړه . ما دغه وخت ډير وژل .

ځکه دا زما په ټول ژوند کې لومړی ځل وو چې د الله تعالی څخه مې يو شی وغوښتل .

أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ (النمل :۶۲).

ژباړه: بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ.

پوښتنه: اوس څه مصروفيت لرې ؟

ځواب: په پوهنتون کې درس ورکوم ، ځينې اسلامي اناشيد ليکم او قرآن زده کوم .

پوښتنه: که څه هم ته په پنځو ژبو خبرې کولی شې آيا آماده يې چې عربي هم زده کړي ؟

ځواب: په پيل کې مې فکر کولو چې د عربې زده کړه به سخته وي اوس مې يې زده کړه پيل کړې ده او مينه ورسره لرم او زه باور لرم چې عربي د زياتو علومو کلۍ ده .

پوښتنه: ولي خلک د نورو اديانو په پرتله اسلام زيات قبلوي ؟

ځواب : اسلام يو قوي او رښتنی دين دی او د اسلام ټول احکام په ورځني ژوند کې د تطبيق وړ دي.

پوښتنه : ته اوس د يوې مسلمانې په حيث څه احساس کوې ؟

ځواب : زه د خوښۍ احساس کومه او ددې احساس په ما کې را ژوندی شوی دی چې د اوس او تير وخت فرق وکړمه ، د هغه ايمان خواته مې مخ کړی دی چې د هر انسان په ضمير کې موجود دی .

زه دا ګمان نه کوم چې الله تعالی انسان ته عقل ددې لپاره نه دی ورکړی چې يوازې عيش وکړي ،خوب وکړي ، خوراک وکړي او بلاخره مړ شي ، بلکي الله تعالی مونږ ته په دغه دنيا کې ددې فرصت راکړی دی چې د هغه د لارښوونې موافق ژوند تير کړو .

پوښتنه : آيا ته د اسلام له ښکاره کولو وېره لرې ؟

ځواب : نه ، نه الحمدلله ، حقيقت برعکس دی ، بلکي زه ددې احساس کرم چې پر ما باندې واجب ده چې نور له ګمراهۍ او ضلالت څخه خلاص کړمه ، او د هغوی لپاره يوه غوره نمونه شمه .

پوښتنه: آيا ته په دې نا آرامه او پريشانه يې چې ستا د پخوا وخت تصوير اوس هم په انټرنټ کې موجود دی ؟

ځواب : زه خپله نه غواړم چې هغې ته نظر وکړم .

پوښتنه: د اسلام په باره کې د نورو لپاره څه پيغام لرې ؟

ځواب : اسلام وايي: کچېرې په دې باندې قادر نه وې چې د الله تعالی په باره کې تفکر وکړې نو حداقل د ځان په اړه خو فکر وکړه ، د خپلو بدو صفاتو په اړه ، بد او ناوړه صفات مثلاً :

ځان غوښتنه ، کبر ، حسد ، ظلم او درواغ، د ځان ستاينه او د نفسي خواهشاتو تابعداري کول .

پوښتنه:مسلمانانو ته څه پيغام لرې ؟

ځواب: الحمدلله ، هيله لرمه چې زما د وروڼو او خويندو صالح عملونه به د الله تعالی د جانبه قبول شي .

او د الله تعالی څخه غواړم چې د هغوی اهلونه په رحمت کې و پوښي.

او غير مسلمو ته ستا څه پيغام دی ؟

ځواب : هيله لرم چې هغوی هم د اسلام لاره غوره کړي .

هغوی دې خپلو ځانونو ته متوجه شي او فکر دې وکړي ، لرې نه ده چې قيامت پر هغوی باندې په همدې عصر زمان کې قايم شي .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email