لمر په ځمکه کې د طلوع او غروب محلونه لري ؟

د انلاین اسلامي لارښود درنو چلوونکو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاتو له یوه ملحد سره مخامخ شوم چې هغه لاندې موضوع باندې بحث کړی وو .

لمر په ځمکه کې د طلوع او غروب محلونه لري (کهف ۸۳-۹۰) همدارنګه حدیٍث( د کشاف تفسیر ۶۹۴/۲) .

که ددې ځواب راکړئ مهرباني به مو وي .

احمد ضياء

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی فرمايي: حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ (الکهف :۸۶ ).

الله سبحانه وتعالی د يو صالح بنده (ذوالقرنين) يادونه کوي چې : هغه د لوديځ په لورې سفر کولو تر دې چې ورسيد ځای د پرېوتو د لمر ته نو ذوالقرنين وموند دغه لمر چې ډوبيدو په لويه چينه يا سيند کې چې له تورو خټو ډک وو ، يعنې داسې یې په نظر راغی چې لمر په همدې صحراء يا سيند کې ډوبيږي.

لکه څنګه چې په سمندر کې سفر کوونکي ته هم ښکاري چې لمر له اوبو وځي او په اوبو کې ډوبيږي ، او يا ځينې خلک په ښار کې د حساب معلومولو لپاره د لمر ډوبيدو ځايونه په نښه کوي او داسې څرګنديږي چې لمر د غره شاه ته ډوبيږي حال دا چې اصلاً داسې نه وي  .

يعنې ذوالقرنين داسې ګمان وکړ چې لمر همدلته ډوبيږي نو داسې شوق ورسره پيدا شو چې وګوري د دنيا ودانۍ تر کومه ځايه پورې اوږه شوی ده . خو د الله تعالی د ملک حدود يې معلوم نشو کړای .

او دا چې ځينې قصصو واله او قصه جوړونکي وايي چې لمر په همدې چينه او همدې ځای کې ډوبيږي هيڅ اصل او حقيقت نلري دا اهل کتابو خرافات او زنادقو درواغ دي چې هيڅ اصل نلري .

او په دې باندې ټولو مفسرينو اتفاق دی .

جاء في تفسير ابن کثير :

وقوله: { حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ } أي: فسلك طريقًا حتى وصل إلى أقصى ما يسلك فيه من الأرض من ناحية المغرب، وهو مغرب الأرض. وأما الوصول إلى مغرب الشمس من السماء فمتعذر، وما يذكره أصحاب القصص والأخبار من أنه سار في الأرض مدّة والشمس تغرب من ورائه فشيء لا حقيقة له.

وأكثر ذلك من خرافات أهل الكتاب، واختلاق ، زنادقتهم وكذبهم .

وقوله: { وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ } أي: رأى الشمس في منظره تغرب في البحر المحيط، وهذا شأن كل من انتهى إلى ساحله، يراها كأنها تغرب فيه، وهي لا تفارق الفلك الرابع الذي هي مثبتة فيه لا تفارقه (تفسير ابن کثير).

تفسير ابن کثير

جاء في تفسیر القرطبي:

فوجدها في رأي العين تغرب في عين حمئة، كما أنا نشاهدها في الأرض الملساء كأنها تدخل في الأرض.

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود – هئيت رد شبهات

Print Friendly, PDF & Email