د ښځې د پاره پنجابي جامې اغوستل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم
د ښځو لپاره پاینجابی یا ساک داره کالی اغوستل څه حکم لری که اوږده هم وی یا تر يښو پوری وی

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې باره کې د اسلام سوال جواب څخه پوښتنه شوې چې د ښځې د پاره پنجابي کالي اغوستل څه لري ؟ په ځواب ليکي :

الحمد لله :

فإن من المعلوم أن الشريعة الإسلامية لم تحدد للمرأة لباساً معيناً يلزمها الاقتصار عليه ، بل يجوز لها لبس ما تشاء من أنواع الألبسة بشرط أن يكون ساتراً ، واسعاً فضفاضاً ، لا يشف عن شيء من العورة ، ولا يشبه شيئا من ألبسة الرجال .

واللباس ” البنجابي” لباس معروف وقديم ، تلبسه نساء باكستان وأفغانستان وغيرهن .

وقد توسع بعض النساء في هذا الباب كثيراً حتى تساهلن في هذه الشروط ، فوجد من أنواع ” البنجابي ” ما هو ضيق ، وشفاف ، وغير ساتر ، وما له فتحات من فوق الركبة ..وما إلى ذلك ، وكل هذا مما لا يجوز للمرأة المسلمة لبسه ، والأولى لها أن تحرص على لباس أهل بلدها .

الحمدلله ، معلومه دا ده چې په اسلامي شريعت کې د ښځې لپاره خاص لباس نه دی ټاکل شوی ، بلکي د هغه لپاره د خپلې خوښې لباس دی په شرط ددې چې : د بدن ستر ورباندې وشي ، پراخه وي تنګ نه وي د بدن حجم ورباندې پټ شي ، عورت ورڅخه څرګند نشي ، او نارينه سره مشابه نه وي .

(پنجابي ) لباس مشهور او پخوانۍ دی چې د پاکستان ، افغانسان او نورو هيوادونو ښځې يې اغوندې .

مګر ځينې ښځو په دې باره کې د حده څخه زیات تيری کړی دی (په لباس کې د اسلامي شريعت ) شرائط تر پښو لاندې کړي دي ، نو داسې پنجابي موندل کيږي چې ډير تنګ ، نري ، او بې حجابه او بې ستره او داسې چې لمنې تر ګونډو پورته او ټول دغه ټول لباسونو د مسلمانې ښځې لپاره جايز نه دي او د ښځې د پاره غوره دا ده چې د خپل ښار رواج لباس واغوندي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په لاندې څو وجو ددې لباس څخه که څه هم پراخه او باستره وي پرهيز کول پکار دي :

۱- په دې لباس کې د نارينه سره د مشابهت تشبه وجود لري ځکه په ګنډلو کې د نارينه له جامو سره ورته والی لري .

۲- دا لباس د شريفو او با وقارو ښځو لباس نه دی او نه زمونږ د هيواد د ښځو لباس دی نو ځکه د مروت خلاف دی .

نو ددې ډول لباس څخه که څه پراخه او باستره وي پرهيز کول تقوی او مروت دی .

«إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ لاَيَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَد اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَام (متفق عليه).

ژباړه: يقيناً حلال بيان شوي او واضح دي او حرام بيان دي ددې دواړو تر مينځ دوه مشتبه امور وجود لري چې ډير خلک په هغه باندې نه پوهيږي ، نو هر چا چې له شبهاتو څخه پرهيز وکړ هغه د خپل دين او آبرو حفاظت وکړ ، او څوک چې په مشتبه امورو کې اخته شو نو هغه په حرامو کې اخته شو.

په تنګو جامو کې لمونځ کول

https://dawat610.com/archives/8456

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email