د دوو اخترونو په مينځ کې واده کول څنګه دي؟

اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته
زه غواړم چی پوه شم که چیرته څوګ د دوه اخترونو تر مینځ یعنی د کوچنی اختر او لوی اختر په مینځ کښی  واده وکړی ایا د اسلام مبارک دین کښی دی لپاره کوم شرعی ممانعت شته که نه ځکه بعضی خلک په دی باور دی چی د دوه اخترونو تر مینځ واده کول ښه ندی کیداشی چی په دی اړه معلومات راکی مونږ ته مننه
ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چه د دوو اخترونو تر مينځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۱۸ ) .

دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځينو خلکو کې لاهم شته .

د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده زيات ترغيب راغلی دی رسول الله صلی الله عليه وسلم اشاد مبارک دی چې : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

د نکاح کولو لپاره د وخت تعين نشته او نه داسې کوم دليل شته چې په فلاني وخت کې فضيلت لري او په فلانې وخت کې منع ده بلکي نيک او د خير کار دی هر وخت چې امکان برابر شي کول يې پکار دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إذا أتاكم من ترضون خلقه ودينه فزوجوه ، إن لا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض» ( الترمذي) .

يعنې : کله چې راشي تاته د خواستګارۍ د پاره داسې څوک چې دين اخلاق يې د رضايت وړ وي نو هغه ته يې په نکاح ورکړئ ، او که داسې ونه کړئ نو فتنه او فساد به په ځمکه کې زيات شي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email