د رمضان نه پس په صالح عمل باندې د دوام (۱۰) وسائل

د رمضان وروسته به څه وي ؟ دا چې د رمضان المبارک مو ښه اقبال وکړ ، ډير نفلونه ، قيام اليل ، د عبادت څخه لذت اخيستل ، ډير تلاوت کول ، د جماعت لمونځ او د منکراتو او ناروا څخه ځان ساتل مګر ډير کسان د رمضان وروسته بیرته غفلت کولو ، په عبادت کې سستي کولو او منکراتو طرف ته مخ کوي …..

پس ددې مشکل حل او علاج څه دی ؟

د رمضان نه پس په صالح عمل باندې د دوام (۱۰) وسائل

۱- اول د هر څه نه وړاندې د الله تعالی څخه د ثبات او هدايت غوښتل ، الله سبحانه وتعالی د نيکو بندګانو د دعا يادونه کوي : رَبَّنَا لا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ

ژباړه : اې زموږ ربه! زموږ زړونه له هغه وروسته كاږه نه كړې چي هدايت دې كړو او خپله پېرزوينه دې زموږ په برخه كړه، بې شكه چي ته ډېر مهربان توبه منونكى يې.

۲- د صالحانو په مجلسونو کې کډون کول ، د علم او ذکر په حلقو کې برخه اخيستل .

الله تعالی حکم کړی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ] (التوبه ۱۱۹)

ژباړه:ای مؤمنانو له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ.

۳- د سيرت نبی صلی الله عليه وسلم ، صحابه کرامو ، تابعينو ، ائمه کرامو د سيرت کتابونه لوستل او د هغوی د ژوند څخه عبرت اخيستل .

۴- د اسلامي بيانونو ، وعظونو ، تأثير لرونکې خطبو صوتونو ته غوږ نيول او د اسلامي مراکزو څخه ليدنه کول .

۵- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ، ځکه د لمانځه کمال په جماعت سره د لمانځه ادا کول دي ، او کامل لمونځ بنده ته د خير توفيق ورکوي او د حرامو او ناروا څخه يې منع کوي .

د جومات سره تعلق په زړه کې د ايمان نور تازه کوي .

۶- په نوافلو باندې هميشوالی کول که څه هم ډير کم وي لکه : د سبا او بيګا اذکار ، مسنونه دعا ګانې ، نفلي لمونځونه ، نفلي روژې او نور .

۷- د قرآنکريم په تلاوت باندې هميشوالی کول ځکه د قرآن تلاوت بنده ته د غفلت څخه نجات ورکوي .

۸- د الله تعالی ډير يادول او استغفار ويل ځکه ذکر په زړه کې ايمان قوي کوي او زړه ته سکون او اطمنان بښي .

۹- د بدو او فاسدو خلکو له ملګرتيا څخه لرېوالی ، د تېلويزيون ، دِش او موسيقۍ له اورېدو څخه ډه ډه کول او د بې شرمه مجلو ، تصويرونو ، فلمونو ، سريالونو څخه په کلکه ځان ساتل .

۱۰- او ښاغليه ! په آخر کې تا ته وصيت کوم په عاجله توبه ، نصوح توبه چې په هغه کې د الله په اذن ګرځېدل نه وي ، هغه توبه چې الله تعالی ته ډيره خوښه ده .

مبارکه وروره ! له هغه قوم او ډلې مه کيږه چې د رمضان پرته په نور وخت کې الله تعالی نه پيژني ، د رمضان پرته جومات ته هيڅکله نه ځي ، د رمضان پرته د قرآن تلاوت نه کوي ، د رمضان پرته صدقه نه ورکوي ، او د رمضان پرته له حرامو ځان نه ساتي ….

ګرانه وروره ! د رمضان سره داسې په مخه ښه وکړه چې نور به د الله تعالی په دين پوره استقامت کوم .

 آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 162 times, 1 visits today)