د اعتکاف په حالت کې له جومات څخه وتل

السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده چې د روژې مبارکه میاشت مو په خیر او عبادت سره تېریږي
د اعتکاف اړوند یوه مسئله کې شکمن وو هغه دا چې آیا معتکف  له مسجد څخه ددوبي مسجد یا ساحې د مسجد ته راوتلی شي که نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اعتکاف په حالت کې معتکف ته جايز دي چې د ضرورت لپاره د جومات څخه ووځي لکه : قضايي حاجت ، د احتلام غسل په هغه صورت کې چې په جومات کې ځای نه وي .

همدارنګه د جُمعې د لمانځه لپاره بل جومات ته تللای شي په هغه صورت کې چې په دغه جومات کې د جُمعې لمونځ نه ادا کيږي .

نور د ضرورت څخه پرته د جومات څخه په وتلو سره اعتکاف فاسديږي د امام ابی حنيفه رحمه الله په نزد که څه هم د يو ساعت لپاره وي او ابو يوسف او محمد رحمهم الله په نزد که د نيمې ورځې نه زيات وي .

لَا مُبْطِلَ كَمَا مَرَّ (الْخُرُوجُ إلَّا لِحَاجَةِ الْإِنْسَانِ) طَبِيعِيَّةٍ كَبَوْلٍ وَغَائِطٍ وَغُسْلٍ لَوْ احْتَلَمَ وَلَا يُمْكِنُهُ الِاغْتِسَالُ فِي الْمَسْجِدِ ۲/۴۴۵ درالمختار

فسد اعتكافه في قول أبي حنيفة وإن كان ساعة, وعند أبي يوسف ومحمد لا يفسد حتى يخرج أكثر من نصف يوم (بدائع الصنائع – کتاب اعتکاف ).

أن خروج المعتكف للجمعة لا يبطل اعتكافه (بدائع الصنائع ۲/۱۱۴ ) .

د جومات د ساحې حکم :

د جومات حکم پر هغه ځای دی په کوم کې چې لمونځ ادا کيږي د جومات احاطه په جومات کې شامله نه ده .

أَمَّا رَحْبَةُ الْمَسْجِدِ ، وَهِيَ سَاحَتُهُ الَّتِي زِيدَتْ بِالْقُرْبِ مِنَ الْمَسْجِدِ لِتَوْسِعَتِهِ ، وَكَانَتْ مُحَجَّرًا عَلَيْهَا ، فَاَلَّذِي يُفْهَمُ مِنْ كَلامِ الْحَنَفِيَّةِ وَالْمَالِكِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ فِي الصَّحِيحِ مِنَ الْمَذْهَبِ أَنَّهَا لَيْسَتْ مِنَ الْمَسْجِدِ (الموسوعة الفقهية ۵/۲۲۴

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email