د رمضان المبارک عزتمند مېلمه چې مونږ ته يې له ځانه سره د تقوی او صبر درس، رحمت او برکت، بښنه او استغفار راوړي وو اوس د رخصتېدو په درشل کې دی، کيدای شي نن يا سبا ورځ پاتې وي نور زمونږ څخه رخصت اخلي .
نور هغه شېبې را لنډې دي چې دغه عزتمند مېلمه به له مونږ څخه رخصت اخلي .
نو د دغه عزتمند مېلمه د رخصتېدو پر مهال مونږ ته څه کول پکار دي؟
۱- الله تعالی ته شکر ادا کول چې مونږ ته يې د دغه ستر عبادت توفيق راکړ .
۲- ډيره ډيره دعا چې يا الله ! زمونږ روژه ، زمونږ قيام ليل، زمونږ د ليلة القدر عبادت، زمونږ تلاوت، زمونږ صدقات او زکات پخپل دربار کې قبول کړي .
۳- ډير ډير استغفار او د بښنې غوښتل چې يا الله ! مونږ ته په دغه مياشت کې بښنه وکړه او مونږ له خپلې بښنې څخه مه محروموه، يا الله په عبادت کې مو که نواقص وو هغه وبښه، په عاجزۍ او اوښکو استغفار او بښنه غوښتل .
۴- او پخپلو دعاګانې کې د غزې مظلوم ولس تل پر ياد لرئ هغه ولس چې د بې رحمه وحشي اشغالګرو تر بريدونو او محاصرې لاندې دی .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله