زړګيه ! جومات ته ولی نه ځې ؟

زړګيه دا څو ورځې ژوند غنيمت وګڼه او د داسې څه ملګري اختيار کړه چې سبا په سخته ورځ کې ستا ملګري وکړي ، زړګيه ! د جومات ملګري ونيسه چې تا د صالحان لاروی کړې او بيا دې په سختيو کې مدد وکړي.

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې همدا جومات ته تلل به ستا د پاره د قيامت په ورځ کامل نور وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې همدا جومات ته تلل به ستا د پاره د ټولې شپې د عبادت کولو ثواب وي.

له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ ).

ژباړه : څوک چه د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ د دا دومره لوی ثواب څخه چا غافله کړې ؟

أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي:«لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق عليه) .

ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای.

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې همدا جومات ته تلل به ستا د پاره د قيامت په سخته ورځ د رحمت سيوری وي .

 د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې څخه يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری او مسلم ) .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې همدا جومات تلل به ستا د پاره د نفاق او دوزخ څخه نجات وي.

انس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ» ( الترمذي).

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص د الله لباره داسې لمونځ وکړ چې تکبير اولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړ شي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې د جَمعې لمونځ خو د يوازې لمانځه څخه ډير غوره دی .

«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً» (بخاری ۲۹۵ ) .

ژباړه : د جَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

زړګيه جمات ته ولې نه ځې ؟ حال دا چې همدا جومات تلل خو د رښتني مؤمن نښه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه » (الترمذي  ۳۰۹۳).

ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته د تلو معتاد (عادت ) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله تعالی فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

يعنې: څوک چې په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتنی کامل مؤمن دی ، او د ده د ايمان د نښو څخه دا ستره نښه ده .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 24 times, 1 visits today)