په دې کې شک نشته چې رمضان المبارک دا دومره ډير ثوابونه د هغه سړي لپاره نه دي چې یوازې خوراک او څښاک يې بند کړی او نور د ګناهونو څخه مخ نه اړوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
ژباړه : کوم څوک چې په روژه کې درواغ خبرې د درواغو او ګناه کار او بې صبري نه پرېږدي . نو دده خوړلو او څښکلو پريښودلو ته د الله تعالی هيڅ حاجت نشته (البخاري ).
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : روژه ډال دی (د دوزخ مانع ده ) . نو کله چې د تاسې د يو کس روژه وه نو نه دې بې حياء خبرې کوي نه دې ګناه کوي ، او نه دې بې صبرې کوي . که چا ورته کنځل وکړل ورته دې ووايي : چې زه روژه دار يم (بخاري و مسلم ) .
نو ای د الله تعالی بنده !
کله چې تا روژه ونيوله پکار ده چې ستا غوږونه ، سترګې او ژبه او ټول اندامونه روژه ونيسي .
داسې نه چې په خوله روژه خو غوږ مو موسیقۍ ته نيولی وي ، په خوله روژه خو بيګانه ښځو ته ګورې ، په خوله روژه خو وخت په ورق بازۍ تيروې ، د کفارو او منافقانو سريالونه ګورې او يا د نورو غيبت کوې . روژه دار لره ښايي چې په ټولو اندامونو سره روژه ونيسي .
آن لاين اسلامي لارښود