نفلی لمونځونه

د استخاری لمونځ  :

که سړی د کوم کار اراده وکړي او دهغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وي یعنی نه پوهيږي چه پدې کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری لمونځ او دوعا ده .
په حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لري نو استخاره دې وکړي ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .
درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .
د استخاری د لمانځه  طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او د لمانځ نه ورسته به په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).
کله چه په مخکني  دعا کې هَذَا الأَمْرَ ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری  هغه به په زړه کې  را وګرځوي . 
بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .
ځنو صالح او ښو خلکو ويلي چه که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوري چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .
 
دحاجت لمونځ :
که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږی يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړي دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :
لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ”.
 
 د تسبيح لمونځ :
 
ددی لمونځ کول لوی فضيلت لري ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو وارې ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دي د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه په لاندې ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړي تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئې چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي  د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئې ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په همدی ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.
 
د تهجد لمونځ :
د تهجد منعی ده خوب ماتول اوپاڅيدل .
دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  دی .
په حديث شريف کې راغلی دي چې دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د امت دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی.
( دشپی په ورستی برخه کې الله ج د ځمکی اسمان ته نزول فرمايې او وايی شته څوک ماته فرياد او آواز کونکی چې ماته آواز وکړی او زه يې فرياد واروم ،له مانه وغواړی او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی او زه ورته بخښنه وکړم (بخاری )
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
 
دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی سبا پورې کيږی خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دی .
     

تحية الوضو او تحية المسجد :
د اودس کولو ورسته چې فوراً دوه رکعته نفل لمونځ کوي چې ډير ثواب لری دغه نفلو لمونځ ته تحية الوضو وايې په حديث شريف کې ددی ډير فضيلت راغلی دي .
همدارنګه جومات (مسجد) ته د داخليدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې ډير ثواب دی دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .

صلوة الضحی (د څاښت لمونځ ) :

د چاښت د لمانځه وخت : کله چې لمر ښه راوخيږي او رڼا خپره شي د چاښت د لمانځه وخت شروع کيږي او د زوال نه مخکې پورې دوام کوي .

د رکعتونو شمير : د چاښت د لمانځه لږ دوه رکعته ، څلور رکعته او زيات يې اته رکعته ادا کيږي چې د دريو واړو ذکر په احاديث کې شوی دی چې دوه دوه رکعته به ادا کيږي .

د چاښت د لمانځه فضيلت :

په احاديثو کې د چاښت د لمانځه ډير فضيلت ذکر شوی دلته يوازې د مسلم شريف څخه دوه حديثونه نقلوم :

د ابی ذر رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : يصبح على كل سلامى من أحدكم صدقة، فكل تسبيحة صدقة، وكل تحميدة صدقة، وكل تهليلة صدقة، وكل تكبيرة صدقة، وأمر بالمعروف صدقة، ونهي عن المنكر صدقة، ويجزئ من ذلك ركعتان يركعهما من الضحى”. (المسلم ۷۲۰ ) .

ژباړه : د انسان په هر بند باندې صدقه لازمه ده ، هر سبحان الله ويل صدقه ده ، هر الحمدالله صدقه ده ، هر لاالا الا الله ويل صدقه ده ، هر الله اکبر صدقه ده ، په نيکۍ باندې امر کول صدقه ده ، د بدو او ناوړو کارونو څخه منع کول صدقه ده ، او ددې ټولو پر ځای د چاښت د دوو رکعتونو لمونځ کول کفايت کوي .

عن ابی هريرة رضی الله عنه قال : اوصاني خليلي صلی الله عليه وسلم بثلاث : بصيام ثلاثة ايام من کل شهر ، ورکعتي الضحی ، و ان اوتر قبل ان ارقد ( المسلم ۷۲۱ ) .

ابي هريرة رضی الله عنه وايي : ملګري مې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته دری وصيتونه فرمايلي دي چې تر مرګ به يې ترک نه کړم : په هره مياشت کې دری ورځې روژه نيول ، د چاښت د لمانځه ادا کول او د خوب نه مخکې د وترو لمونځ ادا کول.

صلوة توبه :
له هر انسان څخه ګناه کيږي کله چې له بنده څخه کومه ګناه وشی نوپه پښيمانتيا سره د خدای ج په وړاندې دعاجزی او خپلی ګناه د بخښنی غوښتلو لپاره دوه رکعته نفل کول مستحب دی .
د کسوف لمونځ :
کسوف لمونځ د لمر توريدو په وخت دوه رکعته لمونځ په جمع سره کيږي په دواړو رکعتو کې اوږده اوږده سورتونه لکه بقره او ال عمران ويل پکار دی رکوع او سجده کې هم ډیر وخت تيرول پکار دی .
د کسوف د لمانځه لپاره آذان او اقامت نشته او د خلکو د جمع کول لپاره اعلان روا دی .
د خسوف لمونځ :
د سپوږمۍ توريدلو په وخت کې چې دوه رکعته لمونځ کيږي دې لمونځ ته د خسوف لمونځ وايی دغه لمونځ هم دوه رکعته سنت لمونځ دی چې بې له جومات او بله جمعی په ځانله ځانله ډول ادا کيږي
لمر او سپوږمۍ ولی توريږي ؟
لمر او سپوږمۍ د الله د قدرت نښه ده اسلامې شريعت پدی کې بحث نه کوي بس دا د الله تعالی د قدرت نښه ده
داچې خلک دا څه آفت يا مصيبت دی يا لمر او سپوږمې ته تکليف رسی بې ځايه خبره ده .
دا د قيامت ياد دی
دا دنيا چې څنګه روانه ده نو هسی به وي که څه خلل پکې راشی نو قيامت به قايم شي .
د استقاء لمونځ :
د استقاء معنی ده اوبه غوښتل يعنی کله چې د ابو ضرورت شي او باران نه کيږي د باران غوښتلو لپاره دوه رکعته لمونځ کيږي او دخدای ج نه د ابو غوښتلو سوال کول سنت دی .
دغه لمونځ په يوه بيديا ، ميدان يا عيدګاه کې کيږي په جمع سره کيږي د لمانځه نه پس به امام يا د مسلمانانو حاکم د جمعی او اخترونو په ډول دوی خطبی وايې او په پوره عاجزی اوچت آواز به دعا کوي لومړی به د خپلو ګناهونو د بخښنی لپاره دعا کوي بيا د باران غوښتلو دعا کوي .

 

                                                                                                                                                                  

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 63 times, 1 visits today)