نصاب هغه اندازه مال دی چې د هغه په لرلو سره په سړي باندې زکات واجبيږي .
زکات په لاندې شيان کې واجب دی :
اول- الأثمان (سره زر ، سپين زر او نغدې پيسې ).
دوهم- عروض التجارة ( تجارتي اموال ) .
دريم – الخارج من الارض (د ځمکې حاصلات ) .
څلورم – السائمة من بهيمة الأنعام ( په صحراء کې څرېدونکي څاروي) .
اول د سرو او سپينو زرو نصاب :
د سرو زرو نصاب (20) طلايي مثقاله دی چې له (85 ) ګرامه سره سمون خوري .
د سپينو زرو نصاب (200) شرعي درهم دی چې له (595) ګرامه سره سمون خوري .
د نغدو پيسو نصاب د سپينو زرو له رويه ټاکل کيږي .
دوهم د تجارتي اموالو نصاب
ټول هغه مالونه چې د بيع او تجارت لپاره اخيستل شوي تجارتي اموال بلل کيږي لکه : د دوکان مالونه ، درملتون ، د تجارت لپاره اخيستل شوې ځمکې او نور .
د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی .
اوس مهال (1395کال) د سپينو زرو د ګرام نرخ تقريباً (30) افغانۍ دی چې نصاب (17850۰) افغانۍ کيږي .
د زکات اندازه (2.5%) يا څلويښتمه برخه ده .
جاء في فقه الاسلامي وادلته :
ويرى كثير من علماء العصر أن النقود تقدر بسعر الفضة احتياطاً لمصلحة الفقراء، ولأن ذلك أنفع لهم. وأرى الأخذ بهذا الرأي؛ لأنه يفتى بما هو أنفع للفقراء.
و جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :
همدارنګه مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم اسلامي هم په همدې قول فتوی ورکړې :
نصاب الأوراق النقديَّة، هو أدنى النِّصابين من الذهب أو الفضَّة ، وبهذا صدر قرار المجمع الفقهي التابع لرابطة العالم الإسلامي ، وذلك مراعاةً لمصلحة الفقراء؛ إذ التقدير بأدنى النصابين أنفعُ لهم؛ إذ به تجب الزَّكاة على أكبر عدد من المسلمين .
(مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم الاسلامي ج 3 ص 952 ) .
دريم د کرهنې حاصلات
د کرهنې حاصلات د احناف رحمهم الله نزد ټاکلی نصاب نلري .
څلورم د حيواناتو نصاب
د اوښانو نصاب 5
د غوايانو او میښو نصاب 30
د ميزو او وزو 40
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله