د ږېرې حکم او د متعه نکاح د حرمت په اړه

د آنلاین اسلامی  فیاضو اومعززو علماء کرام اواستادانو ته اسلام علیکم ورحمت الله  وبرکاته معززو زه چو سوالونه لر م.اول.د ږیری حکم په مذاهبو اربعو کشی چه دی.دوهم.متعه له کومه وقته څخه حرا مه شوه .دریم.ولی خلفا  راشدین .رضی الله عنهم ته علیه اسلام نه ویل کژی.د متعی ډیر بیان وه نه کی چه مشکلات دی وسلام علیکم ور حمت الله وبره کا ته..

سلطان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ږېرې خريل په څلورو مذاهبو کې حرام دي پرېښودل یې واجب دی تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/4608

https://dawat610.com/archives/4696

https://dawat610.com/archives/11315

د متعه نکاح د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په نص سره حرامه ده تفصيل :

https://dawat610.com/archives/8251

خلفاء راشدين او صحابه کرامو ته رضی الله عنهم د عليه السلام دعا ويل باک نلري مګر دا دعا له ماثور څخه نه ده او د مسلمانانو په مينځ کې رضی الله عنهم جاري ده ځکه چې الله تعالی همدا کلمات ورته استعمال کړي دي :[وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] التوبة/100.
وبالله التوفيق ، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء” (26/43) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 298 times, 1 visits today)