که غواړې چه ثابت قدمه ووسې …

هر څوک چې په هغه حدیث شریف کې چه امام بخاری د کتاب په اول کې ذکر کړی دی او ابن عباس رضی الله عنه يې روايت کړی دی فکر وکړی نو عجیبې نښانې به پکې ومومي کوم چې هوښيار سړی هرقل هغې ته اشاره کړی ده .
حديث : ابن عباس رضی الله عنه هرقل ته د ابوسفيان رضی الله عنه د تګ په باره کې او د هرقل پوښتنې د محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې روايت کوي چه : هرقل له هغوی پوښتنه وکړه :ايا څوک چې په اسلام کې داخل شي نو هغه د نفرت له وجې بيرته پريږدی؟ ،ابوسفيان وويل :نه
هرقل وويل : هو د ايمان خصوصيت همدا دی کله چه هغه په زړه کې ځای ونيسي نو زړه د هغه سره مينه پيداکوي .
دا عجيبه نښانه ده کوم چې هوښيار سړی هرقل ورته اشاره کړی ده يعنی په دين باندې تمسک کول پر محبت او رضايت بنا دی ځکه هر چا چې کوم دين خوښ کړ په هغه باندې منګلې نښلوي او چا چې کوم دين خوښ نه کړ هغه پريږدي .
د اسلام د مبارک دين خصوصيت دادی چه هرچا د هغه حقيقت درک کړ او په زړه کې يې ځای ونیو بيا که له هر مشکل سره مخ شي هغه نه پريږدي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو به د دين خوشحالي د هيڅ کومې بلی خوشحالۍ سره نه برابروله .
امام مسلم نيشاپوري له انس رضی الله عنه نه روايت کوي چه يو کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او بوښتنه يې ورڅخه وکړه چه : قيامت څه وخت دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل د قيامت د پاره دې څه شی تيار کړی دي ؟ ويې ويل د الله تعالی جل جلاله او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت .
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : پس ته به (د قيامت په ورځ ) له هغه چا سره وې چې محبت ورسره لرې .
انس رضی الله عنه وايي : وروسته د اسلام راوړلو په هيڅ شی دومره نه وم خوشحاله شوی لکه په دې خبره .
انس رضی الله عنه وايي : زه له الله تعالی ،رسول الله ،ابوبکرصديق او عمرفاروق سره مينه لرم هيله لرم چې د قيامت په ورځ به له هغوی سره يو ځای شم که څه هم زما اعمال له هغوی سره برابر نه دي .
همدا دليل ؤ چې صحابه کرامو به د هر ډول اذيت او آزار په مقابل کې صبر کولو که د مکې مشرکينو به هر ډول تکليف دوی ته رسولو دوی به په هغه باندې صبر کولو ،د لوږې په مقابل کې صبر د فقر او غربت په مقابل کې صبر او د الله تعالی په لار کې د هر ډول تکليف په مقابل کې به دوی صبر کولو ځکه چې د ايمان محبت د دوی په زړونو کې ريښې تيت کړی وې .
نن ورځ زمونږ مشکل هغه کسان دی چې دوی د اسلام پر وړاندې تبليغات کوي د خلکو په زړونو کې د اسلام نه نفرت پيداکوي چې ددې کار د پاره يې قلمونه ،تصويرونه ،فلمونه او سريالونه او ټول امکانات په کار اچولې .
هغوی غواړی چې د کومو کسانو په زړه کې دا نور دی هغه ورڅخه واخلي او کوم کسان چې دا نور نه لري هغوی دې ته پرې نږدي تر څو دغه نور تر لاسه کړي .
انسان کله له داسې ځای څخه ضربه خوري چې خپله هم نه ورباندې پوهيږي ،د يوه انسان تر ټولو ستر بدبختي دا ده چې له خپل دين څخه نفرت وکړي (نعوذ بالله ) .
همدا وجه وه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاوو څخه يو دعا چې ډیره به يې تکراروله دا وه .
 یا مقلب القلوب ثبت قلبی علی دینک (ای د زړونو بدلونکی خدایه زما زړه ستا په دين ثابت وګرځوه )
هغوی دا تبلیغات کوي چې اسلام د پرمختګ او تکنالوژی مانع دی د مسلمانانو واړه اشتباهاتو ته ستر ستر عنوانونه ورکوي تر څو خلک او ټولنه له هغوی نه متنفر کړي د هغوی هدف اصلاً اشخاص نه دي او نه له اشخاصو سره کومه شخصی دوښمنې لري بلکی هدف يې د اسلام د نور له مينځه وړل دي .
نن ورځ دې تبليغاتو په هغو کسانو هم ښه تأثير کړی دی چې ځانونو ته مسلمانان وايي که سړی د هغوی اعمالو او خبرو ته وګوري نو له ورايه معلوميږي چې دا کسان هم په دې مرض ککړ شوی دي چې په زړه کې د ايمان د محبت پر ځای د بل شی سره محبت لري د اسلام پر ځای کفري ديموکراسې خوښوي ،د خپلو مسلمانانو سره د محبت پر ځای له نورو بې دينو سره محبت لري .
همدا يوه اشاره بس ده نور وضاحت ته ضرورت نشته ځکه هر څوک ښه پوهيږي
په آخر کې له تاسې ښاغليو څخه يو پوښتنه کوم هغه داچې :
ايا ستا څوک خوښ دي چې په قيامت له هغو سره يو ځای شې ؟
د انس رضی الله عنه په حديث شريف کې ښه غور وکړئ بيا خپل ځان ته وګورئ چې له چا سره مو علاقه اومينه ده .

ليکنه : عبيدالله بن احمدالقحطاني

ژباړه او لږ زياتونه : آن اسلامې اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email