د ام مؤمنين عايشې رضی الله عنها د واده په اړه د يوې شبهه ځواب

السلام عليکم ، په فيسبوک کې يو اسلام دوښمن د بی بی عایشې رضی الله عنها په ازواج نيوکه کوي چې د هغې سن کم وو، په دې اړه ماته تفصيلي ځواب راکړی څو هغه ته ځواب ووايم .

مهاجر “دوست”

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رسول صلی الله عليه وسلم د عايشې رضی الله عنها سره په ۹ کلنی کې واده کړی او د پورته ذکر شوې شبهه ځواب داسې دی :

اول – د هغې لومړی خواستګار جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وو بلکي د هغه څخه مخکې “جبير بن مطعم” د هغې خواستګارې کړې وه چې د هغې پر کمال دلالت کوي .

دوهم – پخپله جناب رسول صلی الله عليه وسلم د هغې خواستګارې نه ده کړې بلکي «خولة بنت الحکيم » رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هغې سره د واده کولو وړانديز وکړ او رسول صلی الله عليه وسلم ته يې وويل چې هغه ډيره صالح ميرمن ده او د داسې چا لور ده چې هغه خپله تاته په ټولو صحابوو کې خوښ دی چې دا ابوبکر صديق رضی الله عنه دی .

دريم : دا يو ښکاره حقيقت دی چې د ګرمو مناطقو نجوني او ځوانان ژر بلوغ ته رسيږي مګر د سړو مناطقو وروسته بلوغ ته رسيږي .

شبكة الألوكة ليکي :

كما تقول الدكتورة “دوشني” -وهي طبيبة أمريكية-: “إن الفتاة البيضاء في أمريكا قد تبدأ في البلوغ عند السابعة أو الثامنة، والفتاة ذات الأصل الإفريقي عند السادسة. ومن الثابت طبيًّا أيضًا أن أول حيضة والمعروفة باسم (المينارك menarche) تقع بين سن التاسعة والخامسة عشرة”.
لکه څنګه چې امريکايي ډاکتره “دوشنی” وايي : په امريکا کې سپين پوستې نجونې (۷-۸) پورې بلوغ ته رسيږي او افريقايي اصله نجونې له شپږ کلنی څخه وروسته او همدارنګه دا يو ثابت طبي اصل دی چې لومړی حيض چې د مينارک په نوم یاديږي د (۹- ۱۵) کلونو کې مينځه راځي .

همدارنگه صحي ادارې (healthwise) په تاريخ March 12, 2014 راپور ورکړی چې :

girl’s first menstrual period. A first period usually happens after breasts, pubic hair, and underarm hair have begun to grow. Menarche is a sign of growing up and becoming a woman. It can happen as early as about age 9 or up to age 15. (Healtwise 12march 2014)

څلورم : په هغه عصر کې په واده کې د سن تفاوت عيب نه وو ، ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ۲۵ کلن ځوان له څلویښت کلنې کونډې سره واده کړی.

په سيرت او تاريخ کې ددې هيڅ ثبوت نشته چې هغه عصر کې دې کوم کافر د خديجې او يا عايشې رضی الله عنهما په واده باندې نيوکه کړې وي ، نو هغه وخت د کافران اقرار په دې باندې دلالت کوي چې دا کار د ټولنې په عرف کې کوم عيب نه وو که نه کافرانو به همغه وخت يو پيغور ورڅخه جوړ کړی وو مګر دا ثابت حقيقت چې هغه بلوغ ته رسيدلې وه او څه د عيب خبره نه وه .

نو څرګنده شوه چې دا يوه بې اصله ادعا ده .

آن لاين اسلام لارښود

Print Friendly, PDF & Email