د معلم دوهم صفت تقوی

دوهم – تقوی :

تقوی د هر مسلمان د پاره مهمه او همدا تقوی د مسلمانۍ اصلي مقصد دی، خو د يو تربيه کوونکي ، داعي معلم لپاره تقوی زيات اهميت لري ، تقوی د شرعي اوامرو پر ځای کول او د منکراتو او حرامو څخه پرهيز کولو ته وايي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ] (آل عمران: 102).

ژباړه: ای مؤمنانو ! له الله څخه د هغه د شان په پرتله وډاريږئ او بايد تر مرګه په اسلام ټينګ پاتې شئ .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«اتَّقِ اللهَ حَيْثُمَا كُنْتَ، وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ » (رواه الترمذي- حديث حسن).

ژباړه: هر چېرې چې وې له الله تعالی څخه وېرېږه ، د بدی وروسته نيکي کوه تر څو نيکي بدي له مينځه یوسي او د خلکو سره ښه سلوک کوه .

او هر چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی به هغه ته د دنيا او آخرت کارونه آسانه او د داسې طرف نه به زرق ورکوي چې د ده ګمان نه وي ، لقوله سبحانه وتعالی

: [وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ] (الطلاق: ۲، ۳) .

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي .

کله چې معلم د تقوی په جوهر نه وي ښايسته شوی نو په خپلو اسلامي تعاملاتو او مناهجو کې به بې بندباره وي ، په درس ورکولو کې به اخلاص نه لري ، د زده کوونکو تر مينځ به عدل نه چلوي ، په نمرو کې به واسطه بازۍ او فريب څخه کار اخلي .

د زده کوونکو د سالمې تربيې پر ځای به د هغوی د ديني ، اخلاقي او ادبې تربيه د نقصان سبب ګرځي .

هغه معلم چې واسطې او پيسو په مقابل کې کوم زده کوونکي ته زياتې نمرې ورکوي يا کوم زده کوونکي ته نقل ورکوي ، په پټه توګه ځوابونه ورکوي خاين دی او د څو پيسو په بدل کې خپل ديانت خرڅوي او آخر به د داسې بدنامۍ سره مخ شي چې بيا به ده ته د هميش لپاره تور داغ وي .

پس تقوی د يو معلم تربيه کوونکي او مربي لپاره د عزت او وقار ستر جوهر دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email