د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته

 

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته
اودس : د څلورو اندامو د مخ مينځل ، د سر مسح کول ، د لاسونو مينځل د څنګلو په شمول او د ښنګرو په شمول د پښو مینځلو ته اودس وايې .
استنجاء : د لويو بولو او متيازو څخه پاکې حاصيلولو ته وايې .
استجمار : په لو ټو يا قاغذ تشناب باندې د شرمګاه پاکولو ته وايې .
ولې غوره داده چې لومړی په لوټو يا قاغذ تشناب ناپاکی لری شي ورسته يې په اوبو ومنځی چه دا عمل غوره دی .
دغه عمل د قبا دخلکو ؤ چه په قرآنکريم ستايل شوي دی
د باد په وتلو اودس ماتيږي خو استنجاء ته ضرورت نشته (څلور واړه مذاهب )  .
د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .
او همدارنګه درالمختار ليکی :
وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .
 
 
 
که يې پخوا استنجاء کړي وي  نو بيا د اودس لپاره بلی استنجاء ته ضرورت نشته يواځی اودس به کوي ځکه استنجاء د نجاست لری کولو لپاره وي .
 
 

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 74 times, 1 visits today)