د ان لاين اسلامې لارښود د څيړنې څانګې ته ! اسلام عليکم ورحمة الله و برکاة
زما يو خپل دی هغه بې حده محتاج او مسکين دی زه هر مياشت هغې ته ۳۰۰۰ افغاني د زکات د پيسو څخه ورکول ايا په دې ډول زکات ورکول صحي او نه ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو د زکات مستحق ته ماهوار يا لږ لږ زکات ورکول هم جايز دي .
کفايت المفتي ليکي : که زکات يو ځای ادا نشي نو ماهوار يې ادا کول هم جايز دي په آخر کې دې حساب وکړي ( کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۸۱ – هنديه ج ۲ ص ۲۶۷ ) .
همدارنګه للجنة الدائمة ليکي :
وسئلت اللجنة الدائمة : هل يجوز لي إخراج زكاة المال مقدمة طول السنة ، في شكل رواتب للأسر الفقيرة ، في كل شهر ؟
ايا ما ته جايزه ده چې په پېشکی طور د کال زکات په ماهوار شکل فقيرانو ته ورکړم ؟
فأجابت : ” لا بأس بإخراج الزكاة قبل حلول الحول بسنة أو سنتين إذا اقتضت المصلحة ذلك ، وإعطائها الفقراء المستحقين شهريّاً .” انتهى
څه باک نه لري چې څوک د يو کال يا څو کلونو زکات پېشکي ورکړي ، کچيرته په دې کې مصلحت وي او هغه په مياشتنی ډول فقيرانو ته ورکړي .
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله