زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چې الله (جل جلا له) پر غنيانو مسلمانانو باندې فرض کړی دی ، تر څو د مسکين ، فقير ، د دين قيام تعاون او مرسته ورباندې وشي، زکات يو اهم عبادت دی چې الله (جل جلا له) په قرآنکريم په ډيرو آيتونو کې د لمونځ سره يو ځای ذکر کړی دی .
او ماليات يو ظالمانه تکس دی چې د حکومت لخوا په خلکو باندې مقرريږي چې د زکات سره هيڅ تړاو نه لري .
که چېرې کوم حکومت شرعي او عادل وي ، د زکات او فيء اخيستلو ورسته ضرورت ولري د شرعي په رڼا د ځنې شرايطو په صورت څه ګنجايش لري ددې پرته ظالمانه لاره ده .
ځنې خلک چې ماليات ورکوي هغوی زکات نه ورکوي دوی ګمان کوي چې همدا ماليات به د زکات پر ځای کافي وي ، داسې نه ده زکات د الله (جل جلا له) امر دی او د مصرف ځايونه يې په قرآنکريم کې ټاکل شوی دي او ماليات د حکومت امر دی .
قال علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
“لا يجوز أن تحتسب الضرائب التي يدفعها أصحاب الأموال على أموالهم من زكاة ما تجب فيه الزكاة منها ، بل يجب أن يخرج الزكاة المفروضة ويصرفها في مصارفها الشرعية ، التي نص عليها سبحانه وتعالى بقوله : ( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية” انتهى .
يعنې : دا جواز نه لري چې څوک ضرائب يا ماليات د زکات په اموالو کې حساب کړي بلکي په هغه باندې دا فرض ده چې د خپل مال زکات ادا کړي او هغه د اسلام موافق مصرف کړي کوم چې الله جل جلا له ور باندې امر کړی دی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية”
“فتاوى اللجنة الدائمة” (9/285) .
والأصل في فرض الضرائب على الناس أنه محرم ، بل من كبائر الذنوب ، ومتوعد فاعله أنه لن يدخل الجنة ، وقد جاء في السنة النبوية ما يدل على أن الضريبة أعظم إثما .
اصلاً پر خلکو باندې د مالياتو مقررول حرام دي ، بلکي دا د کبيره ګناهونو څخه دي ، ماليی اخيستونکي (چې توبه و نه باسي ) جنت نه شي داخليدای ، او نبوي سنت په دې باندې دلالت کوي چې دا لويه ګناه ده نور تفصيل دلته وګورئ
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله