د د عوت د سايت ټولو کارونکوته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم او همدارنګه ستاسو بريا د الله ج څخه غواړم يوه پوښتنه لرم هيله د ه چي ستاسو محترمو څخه يي جواب واورم
پوښتنه: د پسه خايي يعني (خوټي) خوړل جواز لري که يه؟
مننه
په احترآم
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د پسه د شرمګاه خوړل روا دي او که نه ؟
د حلال حيوان د دغه برخو خوړل جايز نه دي :
۱- هغه ويني چې د زبح په وخت کې جايري شي ۲- د نر حيوان آله تناسلي ۳- د ښځينه حيوان آله تناسلي ۴- د حيوان خايې يا مايې (خوټي ) ۵- مثانه ۶- کيسه صفراء (تريخی) ۷- غده چې د حيوان په بدن کې وي .
و فی الدر المختار:
«ما یحرم اکله من اجزاء الحیوان المأکول سبعة الدم المسفوح و الذکر و الانثیان و القبل و الغدة و المثانة و المرارة».(الدر المختار مع الرد:5/219)
لکه ځنګه چې دا اوه شيان په شعر کې داسې بيان کړي دي :
اذا ما ذکیت شـاة فکـلها سوی سبع ففیهن الوبـال
فـحاء ثــم خــاء و دال ثــــم مــيــمان و ذال
و الله اعلم بالصواب
فتاوی المحمودي (حنفي )
(Visited 78 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
ډيره مننه مهم مطلب وو