سلام زما پوښتنه دا ده چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت – حکيم الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نيکټايې په اړه د نړې د معاصرو فقهاؤ راجح قول دا دی چې د نيکتايي اچول د مسلمان د پاره جايز نه دي ځکه نيکټايي د کافرانو خاص نښان او لباس دی او خاص کافرانو ته مخصوص دی ، مسلمان بايد د کافر هم مثله ځان جوړ نه کړي بلکې د کافر سره په صورت او سيرت کې فرق ولري .
نيکټايي اصلاً د کفارو خاص لباس او نښان ؤ چې وروسته په ضعيفو مسلمانانو کې رواج شو ، له بده مرغه په ننی عصر کې په مسلمانانو کې د کفارو تقليد مخ پر زياتيدو دی کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟ -البخاري!»
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
موقع اسلام السوال و جواب لیکی : نيکټايي د کفارو خاص لباس او خصلت دی مسلمان به د کفارو داسې لباس نه اغوندې چې هغه د کفارو خاص خلصت وي ، مسلمان به تر خپله وسه د هغه له اغوستلو ځان ساتي خو فرضاً که هغه ته مجبور شو نو بيا باک نه لري ان شآء الله )اسلام سوال وجواب ( .
الشبکة اسلامية : ليکي : په غرب کې اصلاً نيکټايي اغوستل يو رمز دی د ميړه اطاعت له خپلې ښځې څخه او دا لباس کافرانو ته خاص دی او ددې لباس اغوستل د کفارو سره په مشابهت يا تشبه کې دا خليږي کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي ) و من تشبه بقوم فهو منهم ( رواه احمد و ابوداود . ) الشبکة اسلامية ( .
مسلمانانو ته مو دا پيغام دی :چې د مسلمان د پاره مناسبه نه دی چې په اسلام باور ولري او بيا په غاړه کې د کفارو نښان واچوي .
ځنو خصوصي مکاتبو ته مو دا پيغام دی چې زمونږ معصومو اطفالو او ماشومانو ته د کفر نښان په غاړه کې مه وراچوﺉ او هغوی په دې ناولي لباس مه بدرنګوي .
آن لاين اسلامې لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
السلام علیکم
څرنګه چی نیکتایی حرامه ده نو ذاکرنایک یی ولی اچوی که پدی هکله مفصل معلومات لوستونکو ته ورکړی
به درناوی
اداره الموقع :
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
د ښاغلی ډاکتر ذاکر د پاره هم مناسبه نه ده ، خو هر انسان کې خامخا يو نيګړتيا موجوده وي .
او بل دا چې د يوه کس عمل د اسلام ترجماني نشي کولای بلکي هغه خپله په شخص پورې اړه لري مثلاً په اسلامې نړې کې ډير ښه ښه علماء شته مګر ږيرې خريي يا يي کلوي نو دا د يو چا د پاره دليل نشي کيدای چې هغه فلانی عالم ولی ږيره خريي بلکی د ږيرې خريل حرام دي دا د هغه کس خپل عمل او خلا ده د اسلام ترجماني نشي کولای .
آن لاين اسلامې لارښود