سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ. د قرض په اړه می ډیر معلومات ستاسو د ویب سایټ له لاری مطالعه کړل خو ولی دا چی مسلمان باید هغه کوم اعمال او دعاګانی تر سره کړی تر څو د قرضدارۍ نه خلاص شی که په دی اړه معلومات راسره شریک کړۍ. په مننی سره.
عبدالمالک
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول- د قرض د خلاصون کلک عزم او قصد لرل .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ» (رواه البخاري )
ژباړه: كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلی ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يي اداکړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشيٍ کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړی ) او چه څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم دهغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي .
دوهم – دعا کول .
لکه دغه مسنونه دعاګانې :
«اللَّهُمَّ اكْفِنِيْ بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ وَأَغْنِنِيْ بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ» [سنن الترمذي: ۵ / ۵۶۰].
ای الله! زما احتياجات او اړتياوې له حلال رزق څخه پوره کړه او ما د حرامو له خوړلو وساتې او بغير له تا څخه ما د نورو ټولو نه ستا په فضل او مرحمت سره بې نيازه کړې .
له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت دی چې هغه ته يو کس راغلی له قرض څخه شکايت وکړ ، علی رضی الله عنه ورته وويل : ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسې کلمات زده کړي دي که ته هغه ووايي که د غره پشان قرض درباندې نو الله تعالی به يې درته آسان او ادا کړي هغه دغه کلمات دي : اللَّهُمَّ اكْفِنِيْ بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ وَأَغْنِنِيْ بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ.
همدارنګه دا دعا کول :
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ (رواه البخاري ).
ژباړه: : ای الله ! زه پر تا پناه غواړم له بد فکرۍ ، ضرر او غم څخه، او پر تا پناه غواړم له عاجزۍ او ټبلی څخه او پر تا پناه غواړم له بزدلی او بخل ، او پناه غواړم پر تا له غلبې د قرض او د خلکو له سلطې څخه .
دريم – د قرض د خلاصون په اسبابو کې کوښښ کول .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله