تر ټولو د مخه د انلاين اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پس له سلامه زه یوه پوښتنه لرم پوښتنه لرم هغه داسیّ چی زموږ په کلی کی چی هر څوک د خپلی زراعتی ځمکی په سر د غره په لمن کی کورونه جوړوی زمونږ د ځمکی په سر زمونږ یو کلیوال کور جوړ کړی چی زمونږ د کورنی هیچا نه ورباندی خرڅ کړی او نه یی هم اجازه ورکړی چی دوی د کور ورباندی جوړ کړی اوس مونږ غواړو چی د دوی د کور شاته کور جوړ کړو د دوی دد کور شاته دوی په باقی ځمکه کی د خپلو څارويو لپاره ځای جوړ کړی چی د مونږ د کور په جوړلولو کی خنډ دی نو اوس ایا مونږ کولای شو چی د دویِ هغه د مال لپاره ځایونه ونړوو او د دوی د کلا لپاره شرعیی حریم پریږدو مننه نصرت الله له کابل نه د
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول د کور حريم : د دفع فاضيلابو ، د واورې غورځولو ، عمومي دروازه او د تيرېدلو په اندازه چې څومره ځای ضرور وي د کور حريم بلل کيږي .
دوهم – د زراعتي ځمکې حريم : د ضرورت په اندازه لکه اوبول ، د حيواناتو تګ راتګ ، وچول او نور .
وحريم أرض زراعة: قدر ما يحتاجه زارعها لسقيها، وربط دوابها، وطرح سبخها ونحوه، كمصرف مائها عند الاستغناء عنه، لأن كل المذكور من مرافقها(فقه الاسلامي وادلته ) .
دريم – د کلي او يا ټولو کليوالو مشترک حريم او چارګه :
د انسانانو او حيواناتو د استوګنې ځای ، د ماشومانو د لوبو ځای ، د سيل او اوبو لاره او نور ضروريات .
فحريم القرية المحياة: النادي (وهو المجلس الذي يجتمعون فيه ويتحدثون) ، ومرتكض الخيل، ومناخ الإبل، ومطرح الرماد ونحوها كمراح غنم ومسيل ماء وملعب صبيان(فقه الاسلامي وادلته ) .
دا خبره کوم چې په خلکو کې عامه ده چې په غره او چارګه کې يوازې هغه کس حق لري چې ځکه د غره په لمن کې وي (د پټي سر د غره تر څوکې) .
نو بيا هغه کليوال څه کوي چې د دوی پټي د غره په څنګ کې نه وي ؟
اصلاً د زراغتي ځمکې د حريم پرته نور غر او چارګه د ټولو کليوالو شريکه ده او دوی بايد په پوره انصاف په هغه تصرف وکړي بل ضرر ونه رسوي نور له حق څخه منع او محروم نه کړي .
او بايد دا مسئله د سيمې د علماوو په مشوره د هر ډول جنجال پرته حل شي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله