کچيری يو څوک که نروې يا ښځه دجنا بت په حالت کښی دقرآنکريم تلاوت په خپل ز ړه کښی يعنې په ياد کښ تلاوت کولاي شی۰مننه – شير احمد .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قرآنکريم به په دومره اندازه تلاوت کيږي چې په خپلو غوږونو يې سړی واروي تر څو د تجويد احکام پکې عملي شي ، د جنابت په حالت کې د قرآن تلاوت کول جواز نلري ، د جمهورو فقهاوو په نزدل د جنابت ، حيض او نفاس په حالت کې د قرآنکريم تلاوت که په سينه کې هم وي جواز نلري .
په دليل د دغه حديث شريف :
لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن) رواه أبو داود والترمذي .
قراءة القرآن ومس المصحف وحمله، كما سبق في الجنابة، لقوله تعالى {لا يمسه إلا المطهرون} [الواقعة:79/56]، ولقوله صلّى الله عليه وسلم : «لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئاً من القرآن». (فقه الاسلامي وادلته) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله