د حيض او استحاضې تر مينځ فرق
السلام عليکم ، زما پوښتنه دا دی چې يو ښځه څنګه پوه شي چې ددې حيض دی لمونځ به نه ادا کوي او يا استحاضه (مريضه ) ده لمونځ به ادا کوي ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی : ښځه به خپل د حيض عادت ګوري چې په څو ورځو کې پاکيږي ځنې ښځې په دريو ، څلورو او پنځو ورځو کې پاکيږي او اکثره په شپږو او اوو ورځو پاکيږي .
دوهم : د حيض مودې ته به کتل کيږي چې د حيض لپاره زياته موده لس ورځې ده د هغه څخه اضافه مرض بلل کيږي .
دريم : د حيض او استحاضې تر مينځ لاندې فرقونه دي :
۱- د حيض وينه توره وي او استحاضې سره وي .
۲- د حيض وينه غليظه او ټينګه وي او استحاضې نری وي .
۳- د حيض وينه بد بويه وي او استحاضې بد بويه نه وي .
- الشيء الأول: في اللون، فدم الحيض أسود، ودم الاستحاضة أحمر، دم جرح.
- والثاني: في الثَّخانة، فدم الحيض ثخين، ودم الاستحاضة خفيف.
- والثالث: في الرائحة، فدم الحيض فيه رائحة منتنة، بخلاف دم الاستحاضة. فهذه علامات نفرِّق بواسطتها بين دم الحيض، ودم الاستحاضة.
الاکاديمية الاسلامية / دوکتور سعد بن ناصر
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله