اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاتو
الله دي وکړي چي روغ جوړ په صحت راته اوسي
زما پوشتنه دا ده چي ايا کله سپوږمئ تندر نيسي. د اسلام له نظره په قران يا حديث که څه راغلي مننه
سيف الله سيلان نيازي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سپوږمۍ او يا لمر د تندر يا خسوف او کسوف په اړه د اسلام څخه مخکې جاهليت زمانه کې د خلکو په منځ کې ځنې خرافاتي خبرې کيدلی چې دا تندر د يو کس د مرګ يا ژوند په وجه دی او يا تندر په فلانی او فلانی وجه منځ ته راغلی دی .
اسلام دا خرافات رد کړل او هغه يې د الله سبحانه وتعالی د قدرت نښه وبلله .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :[إنَّ الشَّمسَ والقمرَ آيتانِ من آياتِ اللَّهِ وإنَّهما لاَ ينْكسفانِ لموتِ أحدٍ ولاَ لحياتِهِ فإذا رأيتم ذلِكَ فافزعوا إلى ذِكرِ اللَّهِ عزَّ وجلَّ وإلى الصَّلاةِ] .
ژباړه : لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت له نښو څخه دوې نښې دي او (لمر يا سپوږمۍ ) تندر د هيڅ چا د مرګ يا ژوند په وجه نه رامنځته کيږي ، نو کله چې تاسې د هغو تندر ووينئ د الله تعالی ذکر او لمونځ طرف توجه کوئ .
د سپوږمۍ د تندر په مهال دوه رکعته انفرادي لمونځ کول سنت مؤکد دی .
رښتيا هم چې خسوف او کسوف د الله تعالی د قدرت له نښو څخه سترې نښې دي ، هغه رب العالمين چې د کائيناتو د لويی هستی انتظام کوي
او سترو سترو سيارو په خپلو خپلو مدارونو منظم حرکت ورکوي [وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ] (الأنبياء:۳۳).
ژباړه: او الله هغه ذات دی چې شپه ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا کړي. هر يو پخپل مدار کې لامبو وهي.
سبحان الله وبحمده سبحان العظيم
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله