د جليل قدره صحابي رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت نقل شوی دی چې هغه وايي: «ثلاث آيات نزلت مقرونة بثلاث لا تقبل منها واحدة بغير قرينتها»
يعنې : دري آيتونو له دريو نورو آيتونو سره پيوسته نازل شوي دي چې يو يې د بل پرته نه قبليږي .
اول – « أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ » (الله تعالی اطاعت كوئ او د رسول اطاعت كوئ) .
که چا د الله تعالی اطاعت وکړ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت يې ونه کړ نو هغه اطاعت نه قبليږي .
دوهم – «وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة» ( لمونځ ادا کړئ او زکات ورکړئ ) .
که چا لمونځ ادا کړ او زکات يې ورنه کړ نو لمونځ یې نه قبليږي .
دريم – «أن اشكرلي ولوالديك» (دا چې ته زما او د خپل مور او پلار شكر كوه) .
نو که چا د الله تعالی شکر ادا کړ او د والدينو يې ادا نه کړ نه قلبيږي .
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين.
(ترمذی 1899-، البزار 2394 او حاکم 4/152(7249)
ژباړه: د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله