اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
د انلاین اسلامی لارښود ټولو کارمندانو ته احترامات وړاندی کوم، زما یوه پوښتنه ده په خپل دفتر کی چی ښځینه کارمنده درباندی سلام واچوی د دی جواب ورکول شته یا نه.؟ او د اسلام له نظره ښځه کولی شی د ناریناوو سره په دفتر کی کار وکړی ؟
په احترام
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
خپلې ښځې او محارمو ښځو ته (مور ، خور ، عمه ، خاله ، ورېره ، د خور لور) ته سلام اچول سنت دي .
مګر بيګانه ښځه کچېرې د پوخ عمره واله زړه ښځه وي باک نلري او کچېرې ځوانه وي د فتنې وېره وي نو هغه ته د السلام اچول او همدارنګه د سلام ځواب ورکول نه دي پکار او د سلام ځواب ورکول مکروه دي .
وقال النووي في كتابه “الأذكار” (ص 407) :
” والمرأة مع المرأة كالرجل مع الرجل ، وأما المرأة مع الرجل ، فإن كانت المرأة زوجته ، أو جاريته ، أو محرماً من محارمه فهي معه كالرجل ، فيستحب لكل واحد منهما ابتداء الآخر بالسلام ويجب على الآخر رد السلام عليه . وإن كانت أجنبية ، فإن كانت جميلة يخاف الافتتان بها لم يسلم الرجل عليها ، ولو سلم لم يجز لها رد الجواب ، ولم تسلم هي عليه ابتداء ، فإن سلمت لم تستحق جواباً فإن أجابها كره له .
وإن كانت عجوزاً لا يفتتن بها جاز أن تسلم على الرجل ، وعلى الرجل رد السلام عليها .
وفي الآداب الشرعية (1/ 375) ذكر ابن مفلح أن ابن منصور قال للإمام أحمد : التسليم على النساء ؟ قال : إذا كانت عجوزاً فلا بأس به .
په دفتر ، علمي مراکزو او نورو ځايونو کې د نارينه او ښځينه اختلاط او کډون حرام او عظيم فساد دی تفصيل دلته ولوئ :
https://dawat610.com/archives/613
په دفترونو او نورو محلاتو کې د ښځې دنده څه حکم لري ؟ تفصيل دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/12588
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله