چرا نبوت بالای رسول الله به پایان رسید ؟
استاد روح الله نصري
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ختم نبوت حکمت :
۱– دا چې د مخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللي وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندې شي .
۲– دا چې د مخکې پيغمبر تعليمات محدود وي .
۳– دا چې د پيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چی نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري .
نو اوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو د نبوت سلسله هم ختمه شوې ، د اسلام دين مکمل دی ، اسلامي شريعت داسې کامل او پوره دی چې د قيامت تر ورځې پورې به دوام لري .
اوسنۍ نړۍ نوي تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو د يوه حرف تغير هم پکې .
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره د هغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي .
همغه د رسول صلی الله عليه وسلم د وخت تعليمات په ټوله نړۍ کې داسې روان دی ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر صلی الله عليه وسلم ژوندی دی .
او د دعوت کار د امت علماؤ ته سپارل شوی دی .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله