د اخبار جهان اسلام د راپور او المختصر په حواله : د دبۍ د اسلامې امورو او خيريه کارونو د ادارې د راپور له مخې د تیر اکتبر په مياشت 279 کسانو خپل مسلمانيدل اعلان کړل دا کسان په مختلفو ملتونو پورې اړه لري چې ددې کسانو څخه ۱۷۷ ښځې دي .
ددې ادارې مشر دکتور حمد بن شيخ محمد الشيبانی وويل : مونږ هميشه د خپلو امورو انسجام ، دعوت او اسلامې تبليغات ددې مبارک آيت شريف د پيروۍ په رڼا کې تر سره کوو ،{ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ }(سورة النحل/ آية 125).
د اماراتو د رسمي رسنيو د راپور له مخې دوکتور شيباني وايي : زمونږ اداره نويو مسلمان شويو ته د زده کړې ورکولو ډير اهميت ورکوي .د هر نوی مسلمان شوی د پاره د زده کړې دوره په عربي ژبه ترتيبوو تر څو د خپل دين له تعليماتو سره اشنا شي او همدارنګه څو کتابونه په مختلفو ژبو او د هر کس سره مناسب اهدا کوو .
او هغوی ته د لمانځه زده کړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحيح سنتو له مخې ور زده کيږي .
د نوموړې مؤسسې مدير زياتوي : ټول هغه کسان چې دغه مؤسسې ته يې خپل مسلمانيدل اعلان کړي دی وروسته له هغه چې دوی د اسلام په باره کې مطالعات او څيړنې کړی دی او ښه یې حقيقت درک کړی دی وروسته يې د خپل زړه په خوښ دغه مؤ سسې ته مراجعه کړی ده او خپل مسلمانيدل يې رسماً اعلان کړی دي .
دغه کسان د اماراتو د خلکو له ښه سلوک څخه تعجب کوي او ددې مناطقو د خلکو ښه رفتار هم د دوی له اسلام سره د علاقي یو عامل بلل کيږی .
آن لاين اسلامې لارښود
(Visited 23 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
بسم الله الرحمن الرحيم_ اسلام عليكم_ددعوت كاركونكو اوليدونكو الله ج مو روغ راته لره _هيله ده زمادا د زره اواز وګورﺉ او خوند تري واخلي _د دعوت سايت مي كوت دډيري ميني له وجي مي دا وآز له خولي راووت
ډيرو په زړونو كي منلي پاڼه_دعوت انلاين ډيره ښكلي پاڼه
پاك سپين سپيڅلي خادمان لري ټول_ په ډير وفانوكي ښاغلي پاڼه
منكر بي دين او بدعت نه مني_ په حق ويلو كښي سپيڅلي پاڼه
حق الهى امور په خلكو ګوري_ هدف مقصد ته رسيدلي پاڼه
لله ج دي تل كامياب كاميابه لري_ ددرويش جان دزره منلي پاڼه
وسلام ستاسي ورورنسيم درويش
سبحان الله څومره په زړه پوری مطلب.