د خپل مضمون ليارې د زده کوونکو په ذهن کې د اسلامي اساسات ځايول
د کيميا او فزيک معلم:
په ځمکه کې ټول شيان الله تعالی د انسان د استفادې لپاره پيدا کړي دي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي:[أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ..] (لقمان :۲۰ ).
ژباړه:آيا نه وينې چې الله تعالی د آسمانانو او ځمکې ټول شيان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه يې ټول پر تاسې تمام کړي دي .
د کيميا او فريک معلم ته پکار ده چې زده کوونکو ته د ماده پرستو دهرينو کوم چې په ماده عقيده لري مردوده عقيده په کله رد کړي او ورته بيان کړي چې :ټول کارونه د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ځکه هر کار چې د هر سبب له مخې تر سره کيږي د هغه سبب هم د الله تعالی په واک او اختيار کې دی ځکه د هغه (جل جلاله) مخلوق دی .
د ورېځې د حرکت سبب باد دی، باد د الله تعالی په اراده او امر چليږي، د ورېدو سبب وريځ ده وريځ د الله تعالی په حکم چليږي، د ځمکې د شنه کيدو د پاره سبب باران دی، باران د الله تعالی په حکم اوريږي .
ننی پر مختللی ټنالوجي د الله تعالی په اراده کې شامله ده ځکه ددې ټنالوجۍ کشف او اختراع د انسان په وسيله تر سره شوي ده، او الله تعالی انسان ته ددې ټنالوجي د کشف او اختراع توان ورکړی دی ځکه د هغه په دماغ کې یې په ميليونو حجرات ځای پر ځای کړي چې په هغه کې دا توان شته او دغه حجرات، عصبي سيستم، او د وينې دوران او د زړه او دماغ فعاليت ټول د الله تعالی مخلوق دی او د هغه په امر چليږي.
د موجوده ټنالوجۍ لپاره ټول اسباب الله سبحانه وتعالی اماده او تيار کړي دي
دا چې د اوبو پر سطحه سترې بېړۍ حرکت کوي او نه ډوبيږي د اوبو پاسنۍ سطحې ته يې د ماليکولونو د جمع کيدو خاصيت ورکړی دی، دا خاصليت الله تعالی ورکړی دی .
دا چې الوتکي پر فضا کې ګرځي، فضا له هوا او غازي ماليکولو ډله ده، دا خاصليت الله تعالی ورکړی دی، کوم چې غازاتو ته يې د ماليکولونو د تښتې او فرار خاصيت ورکړی دی .
دا چې نن د مخابراتي سيستم لویه تنالوجي وجود لري دا د هوا د ماليکولونو د حرکت له وجې مينځته راغلی ده، هوا او د هغه واړه زرات او ماليکولونه د هغه سبحانه وتعالی په امر چليږي ځکه چې دا يې ټول مخلوق دی .
«سبحان الله و بحمده سبحانه الله العظيم»
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله