دوهم- علمي اعجاز :
قرآنکريم سوونه کاله پخوا ځينو علمي حقائقو ته اشاره کړې ده چې هغه وروسته د بشر لخوا کشف شوي .
دا چې قرآنکريم د حق لارښوونکی دی سربيره پر هغه د علم او طبعيت يو علمي معجزه هم ده ، د قرآنکريم تقريباً (۶۷۰) آيتونه د علم څخه بحث کوي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :
۱- په علم ریاضياتو کې ۶۱ ايتونه راغلي دي .
۲- د ذرې په اړه ۵ ايتونه راغلي دي .
۳- د آسمان او کهکشان په باره کې ۱۰۰ آيتونه راغلي دي .
۴- د اوبو او هوا پېژندلو په باره کې ۲۰ ايتونه راغلي دي .
۵- هايدرولوجي او هايدروليک کې ۱۴ آيتونه راغلي .
۶- د فضاء او ستورو په باره کې ۱۱ آيتونه راغلي .
۷- د حيوان په باره کې ۱۲ آيتونه راغلي .
۸- د کرهنې او زراعت په باره کې ۲۱ آیتونه راغلي .
۹- د کائناتو په باره کې ۳۶ آیتونه راغلي .
۱۰- د عامه جغرافيه په باره کې ۷۳ آيتونه راغلی .
۱۱- علوم اجتماعي کې ۱۰ آيتونه راغلي .
۱۲- د ځمکې د طبقو په باره کې ۲۰ ايتونه راغلي .
۱۳- د تاريخ او د بشر د پيدايښ په باره کې ۳۶ آيتونه راغلي .
۱۴- د علم فيزيک ( د ځمکې جاذبه او حرکت ، د هوا طبقې او د اتومسفير فشار ) په باره کې ۶۴ آيتونه راغلی دي .
۱۵- د علم کيميا په باره کې ۹ آيتونه راغلي .
(علوم القران / دوکتور ابراهيم اوغلو ) .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله