۱- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول، خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .
ځکه چې جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) او صحابه کرامو (رضی الله عنهم) به همداسې کول او دا کار سنت عمل دی[1] .
۲- د کوم عذر پرته د اختر لمانځه ته پياده تلل سنت دي[2] .
۳- د اختر لمانځه ته د تللو پر مهال تکبيرات ويل [الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله ، والله أكبر،الله أكبر ، الله أکبر ولله الحمد] .
چې د امام ابوحنيفه په نزد په پټه ويل يې مستحب دي او د صاحبانو او جمهورو په نزد په جهر ويل يې مستحب دي[3] .
۴- په کوچني اختر کې د لمانځه مخکې خوراک کول داسې چې تاق شمير خرما يا بل څه وي او په لوی اختر کې د لمانځه وروسته خوراک کول[4].
۵- د لمانځه د ادا کولو مخکې صدقه فطر ادا کول او که د اختر نه دوې درې ورځې مخکې ادا شي باک نلري .[5]
۶- جومات او عيدګاه ته په یوه لارې باندې تلل او پر بله لاره راتلل سنت دي، د لارې تغير[6].
۷- پخپل اهل د زرق توسعه او زيات نفلي صدقات تر څو بې وسه خلک له سوال کولو بې پروا شي او په دوی باندې دا ورځ خوشحاله تيره شي[7].
۸- مبارکې ويل او د مؤمنانو سره د مخکې کېدو او ستړې مشو پر مهال پراخه تندی نيول او د خوشحالۍ اظهار کول او د خپلې ښو اړېکو او مينې ښکاره کول، مبارکي ويل او د صالحو اعمالو د قبول دعا (تقبل الله منا و منک)[8].
۹- د خپلوانو پالل ، اسلامي شريعت مسلمان ته هر مهال د خپلوۍ پر پاللو ډير ټينګار کړی دی ، خو په دغه ورځ زيات اهميت لري ځکه هر چا خپلو خپلوانو ته سترګې نيولې وي .
۱۰- په دې ورځ کې د عبثو کارونو څخه د خپل اهل او عيال منع کول او همدارنګه د مروج بدعت او خرافاتو څخه ځان ساتل .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود
———————
[1] – لأنه صلّى الله عليه وسلم كان يغتسل يوم الفطر ويوم النحر (رواه ابن ماجه )، وكان علي وعمر رضي الله عنهما يغتسلان يوم العيد.
وكان عليه السلام يتطيب يوم العيد، ولو من طيب أهله (رواه البيهقي ) .
[2] – اذا نُوي بالصلاة، فأتوها و أنتم تمشون (رواه البخاری:908، و مسلم: 602.
[3] – (فقه الاسلامي وادلته ، فتح القدير: 423/1، الفتاوى الهندية: 142/1، مراقي الفلاح: ص90 ).
[4] – «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم لا يغدو يوم الفطر حتى يأكل تمرات» (رواه البخاري ).
[5] – رسول الله صلّى الله عليه وسلم فرمايلي: «فرض رسول الله صلّى الله عليه وسلم زكاة الفطر طُهرة للصائم من اللغو والرَّفَث، وطعْمه للمساكين، فمن أداها قبل الصلاة، فهي زكاة مقبولة، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات» (رواه أبو داود وابن ماجه والدارقطني والحاكم وصححه) .
[6] – عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَانَ يَوْمُ عِيدٍ خَالَفَ الطَّرِيقَ. رواه البخاري 986.
[7] – فقه الاسلامي و ادلته .
[8] – فقه الاسلامي و ادلته.
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله