نکاح په صحيح ، فاسده او باطله سره ويشل شوې ده :
اول – صحيح نکاح :
صحيح نکاح هغه نکاح ده چې پورته بيان شوي ارکان او شروط پکې موجود وي .
کله چې د صحيح نکاح عقد وتړل شو نو د ښځې لپاره ټاکل شوی مهر ، نفقه ، استوګن ځای او جامه پر خاوند باندې واجب ګرځي .
د مصاهرت حرمت يې ثابتيږي او د خاوند څخه يې د اولاد نسب ثابتيږي او همدارنګه ارث ثابتيږي .
فاسده نکاح :
فاسده نکاح هغه نکاح ده چې د نکاح د صحت شرطونه پکې موجود نه وي لکه : له شاهدانو څخه پرته نکاح ، مؤقته نکاح ( داسې نکاح چې د يوې مياشتې يا يو کال لپاره تړل شوې وي) ، په نکاح کې د پنځمې ښځې جمع کول ، او په نکاح کې د ښځې سره د هغې خور ، عمه ، خاله ، د ښځې ورېره او د ښځې خورځه جمع کول او د علم او پوهې پرته د داسې ښځې سره نکاح کول چې بل خاوند ولري او داسې ښځې سره نکاح کول چې شرعي حرمت پکې وي .
په پورته بيان شويو صوتونو کې نکاح د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد فاسده او د صاحبانو (امام قاضي ابو يوسف او امام محمد ) په نزد باطله ده .
د فاسدې نکاح حکم :
- کچېرې دخول نه وي ورسره شوی نو هغې سره دخول حرام دی او مهر ، نفقه او عدت يې نه واجبيږي ، نسب او ارث يې نه ثابتيږي ، پر هغوی باندې واجبه ده چې خپله سره جلا شي کچيرې جلا نشي نو شرعې قاضی به د هغوی تر منځ تفريق راولي .
- کچيرې د ښځې دخول (خلوت او جماع ) شوې وي نو دا کار ګناه او جرم دی ، د هغوی تر منځ جلا والی واجب دی مګر حد ورباندې نه جاري کيږي مګر که د محارمو سره يې نکاح کړې وي د صاحبانو په نزد پر هغوی باندې حد جاري کيږي او کچيرې د تفريق وروسته جماع وکړي حد ورباندې جاري کيږي او همدارنګه کچيرې څوک د علم او پوهي سره سره د بل کس له ښځې سره نکاح وکړي حد ورباندې جاري کيږي[1] .
باطله نکاح :
باطله نکاح هغه نکاح ده چې د نکاح ارکان او يا د نکاح د عقد د صحت شرطونه پکې موجود نه وي لکه : د غير مميز هلک نکاح ، د مستقبل په صیغه سره تړل شوې نکاح ، په راجح قول سره د محارمو سره نکاح ، د علم او پوهې لرلو په صورت کې د واده شوې ښځې سره نکاح ، د مسلمانې ښځې نکاح له کافر سره او د مسلمان نکاح د غير کتابي ښځې پرته بت پرستې ، اور پرستې او ملحدې سره .
د باطلې نکاح حکم :
په دغه نکاح کې د شرعې نکاح هيڅ اثار نشته ، په پورته صورتونو کې د داسې ښځې سره دخول حرام دی ، نفقه ، مهر ، د خاوند اطاعت نه واجبيږي ، ارث او مصاهرت نه ثابيږي او د قاضي لخوا به سره جلا کيږي .
په دې نکاح کې د صحيح نکاح هيڅ حکم او اثار وجود نلري که څه هم دخول ورسره شوی وي .
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – فقه الاسلامي و ادلته ، البدائع:۳۳۵/۲، الدر المختار ورد المحتار: ۴۸۱/۲-۴۸۴،مختصر الطحاوي: ص۱۷۴ .