په تنګو او چسپو پنجابي جامو کې لمونځ صحي کيږي ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ه
محترمو وروڼو اسلأم علیکم!
په چسپو ،تر ګوڼدو لنډو پنجابی کالو کی لمونځ کیږی او که نه؟ الله(ج)د تاسی ټولو ته دنیوی او اخروی اجر درکړی والسلأم!

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په مسلمانه بی بی باندې د ټول بدن پټول په داسې لباس باندې چې بدن ، د بدن زينت او شايست او همدارنګه د بدن حجم پټ کړای شي فرض دی تفصيل ….

د نامحرمو پر وړاندې د داسې تنګو او نازکو جامو اغوستل چې د بدن زينت او حجم پټ نشي کړای بلکي دومره تنګي او نازکې وي چې د بدن د اندامونو حجم او د فتنې ځايونه ورڅخه ښکاري د داسې جامو اغوستل حرام او په اړه يې سخت وعيد راغلی دی :

أبوهريره رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم ) .

په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

د لمانځه مسئله :

په تنګ لباس کې لمونځ د کراهيت سره صحيح کيږي ، کوم لباس او جامه چې دومره نری او نازکه وي چې د پوستکي زنګ ورڅخه څرګنديږي د هغه سره لمونځ نه صحيح کيږي لکه ګاج ټکری او کوم لباس چې دومره نازک وي چې د پوستکي زنګ ورڅخه نه ښکاري په هغه کې د کراهيت سره لمونځ صحي دی .

جاء فی الفتاوی الاسلام ويب :

وجاء في حاشية رد المحتار من كتب الحنفية: قوله: (لا يصف ما تحته) بأن لا يرى منه لون البشرة احترازا عن الرقيق ونحو الزجاج.

قوله: (ولا يضر التصاقه) أي بالالية مثلا، وقوله وتشكله من عطف المسبب على السبب. وعبارة شرح المنية: أما لو كان غليظا لا يرى منه لون البشرة إلا أنه التصق بالعضو وتشكل بشكله فصار شكل العضو مرئيا فينبغي أن لا يمنع جواز الصلاة لحصول الستر.  انتهى.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 63 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً