د سفر اذکار

کله چې سړی غواړي سفر وکړي له خپلې کورنۍ او خپلوانو نه به داسې خدای په آماني کوي :

«أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيْمَ عَمَلِكَ»(سنن الترمذي و مسند امام احمد).

 ژباړه: ستا دين ، ستا امانت او ستا د عمل خاتمه پر الله پاک سپارم.

مقيم به مسافر ته داسې دعا کوي :

 «أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ» (مسند احمد ، ابن ماجه).

 ژباړه: تا پر الله پاک سپارم هغه الله تعالی چې هغه ته کله څه وسپارل شي نو هغه نه ضايع کوي.

د سفر د روانيدو په وخت کې دعا :

«اللَّهمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ وَالْخَلِيفَةُ فِي الْأَهْلِ، اللَّهمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَرِ وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ وَسُوءِ الْمُنْقَلَبِ فِي الْمَالِ وَالْأَهْلِ وَالْوَلَدِ» ( صحيح مسلم ).

ژباړه: ای پروردګاره ! ته (زما ) د سفر صاحب يئ او (زما) د کورنۍ نائب يئ ، ای پروردګاره ! پر تا پنا غواړم له سختيو د سفر څخه او دېدنيو او بد حالی څخه په مال ، کورنۍ او اولاد (خپل ) .

سورلې ته د پورته کيدو په وخت کې دعا :

دری ځله به « اللهُ أَكْبَرُ » وايي او بيا به دا دعا ووايي :

﴿سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ﴾. اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ فِيْ سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى، وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِيْ السَّفَرِ، وَالْخَلِيْفَةُ فِيْ اْلأَهْلِ، اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ وَعَثَاءِ السَّفَرِ، وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ، وَسُوْءِ الْمُنْقَلَبِ فِيْ الْمَالِ وَاْلأَهْلِ» ( رواه مسلم ).

ژباړه : پاک دی هغه ذات چې مونږ ته يې دا (سورلۍ) تابع کړې ده ، او مونږ د هغه مهاروونکي نه يو ، او يقيناً چې مونږ خپل رب ته بيرته ورتلونکي يو .

ای الله ! مونږ په دې سفر کې له تانه د نيکۍ او پرهيزکارۍ او داسې عمل سوال کوو چې تا ته خوښ وي ، ای الله ! ته مونږ ته دا سفر آسانه کړې ، او اوږدوالی يې راته لنډ کړې، ای الله ! ته په سفر کې ملګری ، او په کور کې سرپرست يې ، ای الله ! زه پر تا پناه غواړم د سفر د سختۍ نه ، او له خوار حالت او مال او عيال ته له ناوړه بيرته ستنيدو نه .

او کله چې د سفر څخه را وګرځي د پورته دعا سره به لاندې اذکار وايي:

«آيِبُوْنَ، تَائِبُوْنَ، عَابِدُوْنَ، لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ» ( صحيح مسلم).

 ژباړه : مونږ بيرته راتلونکي ،توبه ايستونکي، عبادت کونکي يوازې د خپل پروردګار ثنا ويونکي يو .

ښار او کلي ته د ننوتلو دعا :

«اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمَوَاتِ السَّبْعِ وَمَا أَظْلَلْنَ ، وَرَبَّ الأَرَضِينِ السَّبْعِ وَمَا أَقْلَلْنَ ، وَرَبَّ الشَّيَاطِينِ وَمَا أَضْلَلْنَ ، وَرَبَّ الرِّيَاحِ وَمَا ذَرَيْنَ ، فَإِنَّا نَسْأَلُكَ خَيْرَ هَذِهِ الْقَرْيَةِ وَخَيْرَ أَهْلِهَا ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ أَهْلِهَا وَشَرِّ مَا فِيهَا »
[رواه النسائي في “السنن الكبرى” (۵/۲۵۶) والحاكم في “المستدرك” (۱/۶۱۴) وقال : هذا حديث صحيح الإسناد].

ژباړه : ای الله ! د اوو آسمانونو او د هغو تر سیورې لاندې (مخلوقاتو) پروردګاره ! او د اوو ځمکو او د هغو بر سيره (مخلوقاتو) پروردګاره ! او د شيطانانو او په هغه سره د ګمراه شويو (مخلوقاتو ) پروردګاره ! او د بادونو او په هغه سره د الوزول شويو (مخلوقاتو) پروردګاره! زه ددې کلي خير ، او د هغه د اوسيدونکو خير ، او د هغه څه خير درنه غواړم کوم چې په هغه کې دي ، او په تا سره پناه غواړم د هغه له شر نه ، او د هغه د اوسيدونکو له شر نه او د هغه څه له شر نه کوم چې په هغه کې دي .

د ختلو او ښکته کېدو دعا :

جابر رضی الله عنه وايي: کله به چې په لوړه ختلو « الله أکبر» به مو ويل ، او کله چې به ښکته کيدو نو «سُبْحَانَ الله » به مو ويل ( فتح الباري شرح البخاري: ۶/۱۶۳ ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 136 times, 1 visits today)