د زکات احکام

 

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
زکات 

 زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه ډير يواهم عبادت دی په قرآنکرېم کې ډير ځايه لمونځ او زکات يو ځای ذکر شوي . چه دغه دواړه عبادتونه د ټول دين ترجمانی کوي ، په بدنی عباداتو کې لمونځ د ټول دين نمايندګي کوي او په مالي عباداتو کې زکات د ټول دين نمايندګي کوي .

زکات په ټولنه کې د بی وزلی او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره په کور ، کلي ، ولس او هيواد باندې الهې  رحمتونه او برکتونه نازليږي ځکه په کوم قوم کې چه رحم ،زړه سوی او يو له بله کومک او خواخوږي وي نو پر هغه قوم باندې هم الله جل جلا له  خپل رحمتونه نازلوي له بلا او آفاتو يی ساتي .

په کوم قوم کې چه زکات نه وي پر هغه به هميشه لوږه او فقر حاکم وي ډول ډول آفات به ور باندې راځي .

دزکات حکم :

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی .

په قرآنکريم تر ۸۰ زيات ايتونو کې زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .

الله جل جلا له  فرمايي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).

لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او رکوع کوئ سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو سره) .

وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .

او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د رسول پيروي وکړئ ، هيله چې پر تاسې رحم وشي .

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 103 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. د هر څه نه مخکی تاسو ته د پیغمبر (ص) ډالي چی هغه عبارت ده د اسلام علیکم ورحمت الله وبرکات د هغه نه بعد ستاسو دا ویب پاڼه په حقیقت کی د اسلام خدمت دی او ستاسو بریاوی د څښتن تعالی نه د تل لپاره غواړم .