په انترنټ کې د مسلمان اخلاق (دوهمه برخه)

۹- د بل په حقونو تيری مه کوئ ، لکه څنګه چې د مسلمان په مالي حقونو تيری کول حرام دي [لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ] ( په خپلو منځونو کې يو د بل مال په ناحقه سره مه خورئ) ، همداسې د مسلمان په معنوي حق او عزت باندې تيری کول حرام دي .

ځنې کسان د بل کس مضمون کاپي کوي او هغه پر خپل نامه خپروي چې دا کار ريا او فريب دی که غواړئ د بل کس مطلب کاپی کړئ او يا هم له کوم سايټ څخه مطلب را اخلئ نو د اصلي ليکوال او اصلي مأخذ نوم ورسره يادوئ ، ځکه د دغه ليکنې مسئوليت هماغه سايټ او ليکوال ته متوجه دی ، مګر دا چې ليکوال د مصدر د ذکر پرته اجازه کړې وي.

۱۰- څرنګه چې د انترنټ کارول نن د خلکو ورځنی کار ګرځودلی دی نو په هغه کې بايد دومره مشغول او مصروف نشو چې د ديني او جسماني ضرر سبب وګرځي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ] (سوره البقره :۱۹۵) .

ژباړه : اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لا ضرر و لا ضرار في الاسلام» ( په اسلام خپل ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ).

ديني ضرر دا چې جماعت او يا لمونځ ورباندې وځنډيږي ، د والدينو خدمت ، د اولاد تربيت او د ښځې معاشرت او علم شرعې او نور ورباندې فوت شي .

او جسماني ضرر دا چې سترګې ورباندې خرابې ، د ملا او ورميږ مورې ورباندې خراب او يا د بدن نورو اندامونو او روغتيا ته زيان ورسيږي .

الف : کچيرې سترګو ته زيان رسوي نو د شعاع ضد اسباب بايد وکارول شي او دا چې د ډير وخت لپاره سترګې او د بدن اندامونه پر يو حال پاتې نشي په دې اړه يو قاعده ده ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ يعنې هر ۲۰ دقيقې وروسته دې سترګې له کمپيوټر څخه بلې خوا ته واړول شي او يا خپلو اندامونو ته بايد حرکت ورکړل شي تر څو د ورميږ په مهرو يا نورو اندامونو باندې فشار را نشي .

ب : د کمپيوټر او موبايل رڼا بايد د محيط د رڼا په اندازه وي .

ج : کمپيوټر به د سترګو څخه په مناسبه مصافه لرې وي او په ښه شان به ورته کينې.

د : کچيرې مو سترګې د نور د انعکاس سره مشکل لري نو د (Anti-Reflective coating) عينکو څخه استفاده کوئ .

ه : کوښښ کوئ د ماسختن له لمانځه وروسته د انترنټ په کارولو ځان مه عادت کوئ ځکه د شپې ډير کيناستل او ناوخته بيده کيدل د سنتو خلاف کار دی او د بې خوابی سبب ګرځي او د سهار لمونځ په خطر کې اچوي .

۱۱- وړو اطفالو او ماشومانو ته انترنټ په لاس مه ورکوئ ، پخوا مو وويل چې په انترنټ کې ښه شيان او بد ، خير او شر دواړه شته ، هغه ماشومان چې عقل او تميز نلري هغوی ته انترنټ په لاس مه ورکوئ ځکه چې داسې نه چې د ګمراهۍ خواته يې کش کړي او بل دا چې د ماشومانو له ګيم او لوبو سره زيات کار وي دغه لوبې او ګيم يې د سترګو ديد او دماغ له ضعف سره مخ کوي ، علمي سويه يې کمزوري کوي او په تربيه يې ناوړه اغيز کوي .

۱۲- کچيرې مو نا څاپه د جنسي لارښوونو په نوم سايټونو او پاڼو باندې سترګې ولګيدې هغه بند کړئ ، دا کسان د ابليس لښکر دی په همدې نامه غواړي په مسلمانانو کې فحشاء ، بې حيايي او بې حجابي خپره کړي ، په اسلام کې د هر څه لپاره لارښوونې او حدود شته او په پوره وضاحت سره بيان شوې دي .

۱۳- انترنټ د خپلوی او صله رحمۍ د پاللو لپاره وکاروئ :

انترنټ د خپلوانو پاللو تر ټولو آسانه وسيله ده د خپلو والدينو ، وروڼو او خويندو پالنه او وخت پر وخت پوښتنه کوئ ځکه چې د خپلوی پالل د دنيا او آخرت خير دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « من سرَّهُ أن يُبسَطَ له في رزقه ، أو يُنسأ له في أثر ، فليصل رحمه » (صحيح البخاري ) .

ژباړه: ژباړه: څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

په بيان او ليکلو کې السلام عليکم له ياده مه باسئ ، ځکه د السلام عليکم په ويلو لس نيکی او د «السلام عليکم ورحمة الله » په ويلو شل نيکۍ او د « السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته » په ويلو سره ۳۰ نيکۍ بنده ته ليکل کيږي ( رواه الترمذي – باب فضل السلام).

مګر د خبرو لپاره لاندې ټکې په نظر کې ونيسئ :

الف : په مناسب وخت کې .

ب : په ساده او روانه لهجه خبرې کوئ تر څو مقابل لوری ورباندې پوه شي .

ج : د غيبت ، بهتان ، نا وړه الفاظو او ټوکو او مسخرو څخه پرهيز کول .

د : د درواغو څخه پرهيز کول که څه په ټوکه کې وي ځکه چې د درواغو پايله فسق او فجور او هلاکت دی او درواغ د منافقت ستره نښه ده او رښتيا ويل د مؤمن صفت او د عزت او وقار تاج دی .

ه : د ضرورت څخه پرته ډيرې خبرې مه کوئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« لا تُکثروا الکلام بغير ذکر الله فان کثرة الکلام بغير ذکر الله قسوة للقلب … » (رواه سنن الترمذي ).

ژباړه : د الله تعالی د ذکر څخه پرته ډيرې خبرې مه کوئ ځکه د الله تعالی د ذکر پرته ډيرې خبرې د زړه د سخت والي سبب ګرځي .

و ما توفقي الا بالله عليه توکلت و عليه انيب

الله تعالی دې مونږ ته د ټولو ګناهونو بښنه وکړي الله تعالی دې مونږ ته په اسلام باندې د پوره عمل کولو توفيق راکړي .

أخلاقيات المسلم في الانترنت / احمد محمد

مقالات و نصائح/ حمدالله شاکري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email