۱- په اسلام کې خبرې امانت دی او په هغه باندې ډير اهتمام شوی دی چې يا يو مؤمن د سيد الشهداء درجې ته رسوي او يا د دوزخ د اور ژورې کندې ته غوځوي .
څه وايې او يا یې ليکې د هغه په اړه مسئول ياست .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا](الإسراء:36)
ژباړه: بې له شکه ، چې غوږ ، سترګه او زړه هر يو له دغو پوښتنه کړې شوي (په قيامت کې چې تا ولې په دنيا کې ګناه کوله ) .
رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَصْمُتْ» (رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ).
ژباړه: څوک چې په الله او ورځ د آخرت ایمان لري، باید د خير خبرې وکړي يا چوپ ووسيږي.
۲- په پټو سترګو خپرول مه کوئ ، د کوم شي په اړه مو چې پوره معلومات نه لرلو او پر موضوع حاکم نه وئ هغه مه نشروئ ، لومړی خپل ځای ورباندې پوهوی او بيا هغه د خلکو د استعداد او سويې سره سم خپروئ ځکه چې کيدای د خير پر ځای خلکو ته فتنه وګرځي .
ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«ما أنت بمُحدثٍ قوماً حديثاً لا تبلُغُهُ عقولهم ، إلا كان لبعضهم فتنةً » (رواه مسلم) .
يعنې: که ته قوم ته داسې وينا وکړې چې د هغوی عقل او فهم ور ونه رسيږي نو د ځينې د پاره به (دا مبهمه وينا) فتنه جوړه شي .
۳- په خبرو او بحث کې نرمي کول پکار دي کچيرې ستا بحث د يو مجرم او فاسق سره هم وي خو بيا هم نرمي کول پکار دي ، کله چې الله تعالی موسی او هارون عليهم السلام ته حکم وکړ چې فوعون ته ورشي نو داسې حکم يې ورته وکړ [فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ] (سوره طه :۴۴).
ژباړه: نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي.
۴- د مخالف لورې سره مجادله او مناقشه مه کوه مګر دا چې تاته په هغه موضوع کې پوره معلومات وي کچيرې معلومات او پوهه ونه لري بحث ورسره مه کوه او يا هم لومړی د اهل علم په وسيله ځان پوهه کړه او بيا بحث ته ور واندې شه او کله چې بحث ورسره کوې نو په غوره او ښه توګه به بحث ورسره کوي [وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (سوره النحل:۱۲۵).
ژباړه : او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.
په ښنځلو ، تانو او پيغور ورکول او بې ځای خبرو حق نه ګټل کيږي بلکي حق د حق په وسيله ګټل کيږي .
۵- د تحقيق پرته هر ډول معلومات او مطالب مه قبلوه او هغه مه خپروه ځکه انترنټ عام جال دی چې په هغه کافران ، مسلمانان ، منافقان او فاسقان ، صادقان او درواجن هر ډول خلک خپل معلومات شريکوي او غلط او صحي دواړه ډوله معلومات پکې شته نو د تحقيق پرته هره خبره او ليکنه مه قبلوه .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ] (- سوره الحجرات :۶).
ژباړه: اى مؤمنانو! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ .
د ثبوت ، تحقيق او څيړنې پرته اقدام په ټولنه کې د ضرر او مفاسدو سبب ګرځي .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « كفي بالمَرءِ كَذِباً أنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ ما سمعِ » (رواه مسلم).
ژباړه: د يو کس لپاره همدا درواغ کفايت کوي چې څه اروي هغه وايي .
۶- په اوس عصر کې د دعوت الی الله له وسايلو څخه انترنټ يو معاصره کټوره وسيله ده چې ددې وسيلې په مټ په ډير کم مصرف او کم وخت کې تر ډيرو خلکو پورې پيغام رسيږي .
نو د خير خپرول لوی اجر لري …
له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه…» (رواه مسلم) .
ژباړه: کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک کار کړی وي .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ» ( رواه البخاري) .
ژباړه : که الله ستا د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستا دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی .
او همداسې د شر خپرول هم لويه ګناه ده .
۷- کله مو که ناڅاپه په داسې پاڼو او شبکو سترګې وليدلي چې حرام پکې وو ، حرام فلمونه او حرام تصويرونه نو فوراً يې بند کړئ …
الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ….] (النور: ۳۰/۳۱).
ژباړه: او ووايه مؤمنانو ته چې خپل نظر دې له (نا محرمو ښځو ) څخه وساتي.
بيګانه ته د شهوت په نظر کتل د سترګو زنا ده، په حديث شريف راغلي: «فزنا العين النظر» (رواه البخاري: ۶۲۴۳).
د بيګانه ښځې يا سړي اصلي عورت او د هغه ويديو او تصوير ته کتلو کې فرق نشته او دواړه حرام دي، ځينې معاصر فقهاء وايي چې تر اصلي نظر فلم او تصوير زیات خطرناک دی ځکه اصلي نظر بالفور وي او د جنسي فلم څخه زياته استفاده کولای شي چې فتنه يې زياته ده.
و جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :
ولا فرق بين مشاهدة المرأة الأجنبية على أصل خلقتها، أو على صورة ثابتة، أو متحركة، أو كانت رسوماً يدوية، فكيف إذا كان المشاهَد هو عورات! ومشاهد جنسية مثيرة.
نو که د همدې شيانو سره روږدي وئ نو پوه شئ چې د دوزخ لاره مو غوره کړې ده ، توبه اوباسئ ..
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).
۸- له هغو فلمونو او ليکنو څخه چې په هغه کې ټوکې او مسخرې وي پرهيز وکړئ ، او په هغو پاڼو او بحثونو کې هيڅ برخه مه اخلئ چې د اشخاصو او قومونو سپکاوی کوي او په هيڅ صورت کې کوم قوم ته ناوړه الفاظ مه کاروئ ځکه چې دا کار د فخر او غرور نښه ده او دا کار حرام دی.
الله تعالی فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰ أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ] (سوره الحجرات :۱۱) .
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي.
أخلاقيات المسلم في الانترنت / أحمد محمد خير يوسف .
مقالات / شيخ حمدالله شاکري .
آن لاين اسلامي لارښود