دان لاین اسلامی لارښود ټولو کارکوونکوته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کوم الله دی وکړی چی روغ اودصحت په جاموکی اوسی
محترما: زماپوښتنه ده چی روغتیا داسلام له نظره په اسلامی دلایلو تشریح کړی له توجوه څخه مو یو نړی مننه – حمایت الله (نظری).
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام کې په روغتيا (صحت ) باندې زيات تينګار شوی دی ځکه چې :
۱- اسلام د امراضو د مخنيوي او وقايه لپاره په پاکی او نظافت باندې زيات ټينګار کړی دی ، پاکي او نظافت يې د لمانځه د صحت لپاره شرط ګرځولی دی لکه : بې اودسۍ او جنابت څخه د بدن پاکوالی د نجاست څخه د لباس او ځای پاکوالی .
په مسواک وهلو باندې ټينګار شوی دی ، مسواک خوله پاکوي او کله چې خوله پاکه شوه نو معده پاکه شوه او کله چې معده پاکه شو نو ټول بدن د مکروبونو ، باکترياوو او جراثيمو څخه پاک شو .
نبی اکرم صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله د خولې بلغم توکوئ نو په هغه باندې خپله پښه را کښوئ (ځکه دغه کار د ناروغيتو د انشار او خپريدو مخنوي کوي او بل مسلمان د هغه څخه بد نه وړي).
او همدارنګه يې حکم کړی دی چې د اوبو څښلو پر مهال به په اوبو کې پوکل نه کوی[1] (هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له ابو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدی په هضمې سيستم بد اثر کوي او بل هغه ساه چې له بدن څخه خارجيږي ناپاکه وي).
او همدارنګه يې حکم کړی دی چې د خوب څخه مخکې خپل لاسونه وويځئ کچېرې څوک خپل لاسونه ونه ميځي نو که څه ضرر او ناروغي ورپيښه شي مسئوليت يې پر خپله غاړه دی[2] .
او نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د خوراک څخه وروسته د سمدستي خوب کولو څخه منع فرمايلي ځکه چې دا کار په هضم کې سختي رامنځته کوي [3].
او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې د خوراک لوښي لوڅ مه پرېږدئ ، د خوراک د لوښو سرونه پټوی ځکه چې په دې سره د امراضو مخنوی کيږي[4] .
او اسلام حکم کړی دی چې د خپلو ښځو سره د میاشتني عادت (حيض) پر مهال د هغه سره جماع مه کوئ ځکه دا کار د سختو امراضو سبب کيږي .
لنډه دا چې اسلام نظافت هغه که ظاهري دی او که معنوي د ايمان برخه ګرځولی دی او نظافت د امراضو د مخنوي وسيله او وقایه ده .
۲- اسلام د د نارغيو د درملنې کولو حکم کړی دی [5].
۳- اسلام طب او درملنه کول يو ستر مسئوليت بللی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کچېرې چا د طبابت له پوهې پرته د چا درملنه وکړه نو هغه ضامن دی ، د ضرر په صورت کې د هغه د زيان او خسارې ضامن دی[6]
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – عن ابن عباس قال نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان يتنفس فی الا ناء او ينفخ فيه . ( رواه ابو داؤد وابن ماجه ).
[2] – د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې د شپې په داسې حالت کې بيده چې د هغې په لاسونو د غوړوالی اثر وي ) لاسونه يې نه وي مينځلی ( او ددې په وجه ده ته څه ضرر ورسيږي ،بس خپل ځان دې ملامت کړي . (رواه الترمذي ، ابن ماجه و ابوداود ).
[3] – «أذيبوا طعامكم بذكر اللهِ والصلاةِ، ولا تناموا عليه تغفل قلوبُكم» (رواه الطبراني في الاوسط و ابن السني ).
[4] – «غَطُّوا الإِنَاءَ وَأَوْكوا السِّقَاءَ» خرجه مسلم (2014)، وأحمد (14829).
[5] – عن أنس رضي الله عنه قال : إن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَيْثُ خَلَقَ الدَّاءَ خَلَقَ الدَّوَاءَ فَتَدَاوَوْا ) رواه أحمد (12186) وحسنه الألباني في “السلسلة الصحيحة” (1633)
[6] – « من تطبّب ولم يُعلَم منه طبّ فهو ضامن » (سنن ابی داود).