د مسافر احکام

اصلي وطن کله باطل ګرځي :

اصلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي : فی عالمګيري : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما (ص ۱۵۱ ) .

جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو ( کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۶۶ ) .

يعنې کله چې سړي له اصلي وطن څخه مثلاً يو ولايت څخه پايخت ته سره له بال بچ کډه وکړي هغه د ولايت وطن يې باطل اوس اصلي اقامت ځای پايتخت بلل کيږي کچېرې د پنځلسو ورځو څخه کم خپل ولايت ته د خپلو د زيات لپاره ځي هلته به مسافرانه لمونځ کوي .

مسافر چې کله خپل ښار ته نږدې شي :

څو پورې چې د خپل ښار يا کلي آبادۍ ته نه وي رسيدلی تر هغه پورې به مسافرانه لمونځ کوي

و  فی  الهندیه‌:

 «‌وکذا  اذا  عا‌د  مـن  سـفره  الی  مـصره  لم  یـتم  حـتی  یدخل  الـعمران‌»‌.(هنديه:1/139)

و فی البحر الرائق شرح كنز الدقائق

وفي المحيط وكذا إذا عاد من سفره إلى مصر لم يتم حتى يدخل العمران

د دايمي مسافر حکم :

د قصر يعنې مسافرانه لمانځه د پاره دوه شرطونه دي :

اول د سفر مسافه : کله چې د سفر موقيعت له خپل اقامت ځای څخه ۷۸ کلو متره يا زيات وي .

دوهم د سفر موده : کله چې مسافر د سفر نيت له نمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي .

کله چې دغه دوه شرطونه مينځ ته راشي مسافر به مسافرانه لمونځ کوي هغه که هر څومره وخت وي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

د مسافر اقتدا په مقيم امام پسې :

د مسافر کس اقتداء په مقيم امام پسې همدارنګه د مقيم په مسافر امام پسې اقتداء کول جايز دي .

که څوک مسافر په مقيم امام پسې اقتداء وکړي نو د خپل امام متابعت به کوي يعنې په دې صورت کې به قصر نه کوي لمونځ به پوره کوي ، د پوره لمانځه نيت به کوي نه د قصر .

که امام مسافر وي او مقتدي مقيم وي نو امام به د سلام ګرځولو پس دا ووايي چې زه مسافر يم تاسو خپل لمونځ پوره کړئ .

«‌و ان  اقتدی  مسا‌فر  بمقیم أتم  اربعا‌،  و ان  افسده  یصلی  رکعتین‌،  بخلاف  مالو اقتدی  به  بنیه  الـنفل  ثم أفسد  حیث  یلزم  الاربع‌، ‌کذا  فی  الـتبیین»‌.( الهندية:1/142)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً