دوهم، د اولاد نفقه :
د اولاد نفقه په خپل پلار باندې واجب ده په دليل د دغه قول د الله سبحانه وتعالی :[وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف] (البقرة:۲۳۳) .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف»
يعنې : واخله دومره څه په ښه شان چې ستا او ستا د بچي کفايت ورباندې وشي .
د اولاد د نفقې د وجوب شرطونه :
۱- دا چې اولادونه يې بلوغ ته نه وي رسيدلي ، که نارينه اولاد بلوغ او د کار او کسب سن ته ورسيږي ، کسب او عايد ولري پر پلار يې نفقه واجب نه ده مګر د لوڼو نفقه د واده کولو تر وخته پورې د هغوی په پلار واجبه ده .
۲- دا چې د نفقې کولو توان ولري ، دا چې د خپل مال څخه په اولادونو انفاق کوي که مال ونه لري کسب او کار به کوي مګر که کسب او کار کولای شي او د هغه څخه سر غړوي او اولادونو ته نفقه نه برابري اسلامي محاکمه به هغه بندي کړي مګر که د منډو ترو سره بيا هم فقير وي د نفقې توان نه لري د د هغوی نقه په نږدي خپلوانو ده .
۳- دا چې بچی يې فقير وي ، کسب کار ونه لري د صلحه رحم له مخې به هغوی ته نفقه ورکوي .
۴- دا چې کوم بچی بالغ وي مګر ليونی ، معيوب لکه : ړوند ، شل وي او ناروغ وي چې کسب او کار نشي کولای .
۵- دا چې کسب کولای شي لکن هغه د علم په طلب کولو باندې مشغول وي .
د اولاد نفقه پر چا واجب ده ؟
د جمهورو فقهاؤ په نزد د اولاد نفقه پر پلار واجب ده کچېرې د نفقې توان ولري ناروغ او معيوب نه وي پر بل چا واجب نه ده په دليل د دغه آيت شريف : {وعلى المولود له..} مګر که پلار نه وي يا هغه مريض او معيوب وي نو نفقه يې پر جد (نيکه ) او نيا باندې واجب ده او هغه نه وي يا د نفقې توان ونه لري د هغوي په نږدې خپلوانو او ذول الارحامو باندې نفقه واجب ده .
آن لاين اسلامي لارښود