د نسب ثبوت

نسب نه ثابتيږي مګر د حمل په لږه موده او زياته موده سره .

د حمل لږه موده د جمهورو فقهاؤ په نزد د نکاح د عقد څخه شپږ مياشتې وروسته ده ، يعنې که د عقد نکاح څخه شپږ مياشتې يا تر هغه زياته موده کې ماشوم وزېږېدو نسب يې پلار ته ثابتيږي څوک هغه ته حرامي نشي ويلای او داسې ويل شرعاً سخته ګناه ده مګر که د نکاح د تړون نه وروسته د شپږو مياشتو څخه په کمه موده کې ماشوم وزېږېدو د هغه نسب پلار ته نه ثابتيږي .

د حمل زياته موده د احنافو په نزد دوه کاله ده په دليل د دغه حديث شريف : لا يبقى الولد في رحم أمه أكثر من سنتين(الدارقطني والبيهقي).

يعنې که د خاوند د وفات يا د ښځې د عدت پوره کېدو دوه کاله يا هغه نه په کمه موده کې حمل وشو د هغه نسب پلار ته منسوب دی .

فإن ولد الحمل لسنتين من يوم موت الزوج أو طلاقه، ثبت نسبه من أبيه المطلّق أو الميت

(فقه الاسلامي وادله ، الدر المختار: ۸۵۷/۲، فتح القدير: ۳۱۰/۳)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً