په نکاح کې وکالت

کچېرې د نکاح ايجاب او قبول خپله خاوند او ښځه ونه کړي ، نو د نکاح د وکيل په وسيله د نکاح تړون کولای شي .

الف : د سړي لخوا د وکيل ټاکل :

د فقهاوو په اتفاق سره خاوند کولای شي د نکاح د تړون لپاره وکيل ونيسي[1] .

ب : د ښځې لخوا د وکيل نيول :

په دې مسئله کې د فقهاوو تر منځ اختلاف دی .

د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد ښځه کولای شي د نکاح د تړون لپاره داسې وکيل ونسي چې عاقل ، بالغ او آزاد وي .

مګر د جمهورو فقهاؤ رحمهم الله په نزد څنګه چې ښځه نشي کولای د ولي د اجازې پرته نکاح وکړي نو همداسې د وکيل په وسيله نکاح نشي کولای ، د نکاح د تړون لپاره وکيل نشي نيولای بلکي د هغې د نکاح تړون به د هغې ولي تر سره کوي مګر ولي کولای شي د خپل ځان لپاره وکيل وټاکي[2] .

خبرداری :

 د وکيل په ذريعه هغه وخت نکاح صحي کېدای شي چې هر کله بالغ هلک يا جينی پخپله ژبه سره اجازت ورکړي د نجلی چپوالی او ژړا د ولي د پاره اجازت دی مګر د وکيل د پاره اجازت نشي کيدای بلکي په واضح توګه به د نکاح د تړولو د وکالت اجازت ورکوي .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – الموسوعة الفقهية : ۴۱/۲۸۶ ،

[2] – الموسوعة الفقهية : ۴۱/۲۸۸ .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً