د اجاره شوې ځمکې عشر په مالک دی که په اجاره دار ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکا ته

محترما زه یو پوښتنه لرم خدای (ج) دې وکړي چه تا سوته مزایم نه شی مثلاً عبدالواحد خپله مملوکه ځمکه وعبدالواجد ته په شپږکاله په اجاره ورکړه د کاله څلورخرواره غنم اود ری خرواره جواری او اجاره دار لس خرواره غنم اوپنځه ه خرواره جواری پرواخستل اوس پوښتنه داده چه عشرددغی غلی چه څلورخرواره غنم اود ری خرواره جواری دی پرچادی پرموجردی لکه دامامنا اعظم رحمت الله علیه قول چه دی اوکه پرمستاجردی لکه دصاحبینورحمت الله قول چه دی اوبعضی جدید کتابونه وای چه پرعرف دی سره ولاړسی دلته عرف کم بولی اوعرف کم معتبردی مثلاً دارزګان ولایت ځانته جدا عرف دی اویا په ارزګان کی دیوی لږی علا قی جلا عرف دی پریوخاصه طریقه باندی داهم په فقه حنیفی کی اعتبار لری که نه؟

محمد صابر – اروزګان ترينکوټ

———————————————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد الله رب العالمين وصلاة و السلام علی محمد صلی الله عليه وسلم

لکه څنګه چې تاسې اشاره ورته کړي د ځمکې د اجارې د عشر په باره کې د احنافو دوې رايې دي .

اول : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد که څوک ځمکه په اجاره ونيسي عشر په مالک د ځمکې واجب دی ځکه د وجوب د پاره اصل ځمکه ده نه اجاره چې په مثل د اجرت دی .

دوهم : د امام يوسف رحمه الله او امام محمد رحمه الله په نزد عشر په اجاره نيونکي واجب دی ځکه عشر اصلاً په حاصلاتو باندې واجب دی او حاصلات اجاره نيونکي اخيستي دي .

البدائع: 56/2، فتح القدير: 8/2،

مګر فقه الاسلامي وادله د امام صاحب په قول فتوی ورکړي ده :

لكن الفتوى على قول الإمام، وعليه العمل؛ لأنه ظاهر الرواية (فقه الاسلامي وادله -زكاة الأرض المستأجرة) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً