د قتل خطا سزا

په قتل خطاء کې ګناه نشته ، پخپله قاتل باندې کفاره ده او د هغه په عاقله باندې ديت دی او د ميراث او وصيت څخه محرومېدل .

د قتل خطا ديت سل اوښان دي چې په پنځو برخو ويشل شوی دي :

۲۰ ښځينه اوښان چې له يو کلن څخه تر دوه کلن پورې وي .

۲۰ نر اوښان چې له يو کلن څخه تر دوه کلن پورې وي .

۲۰ ښځينه اوښان چې له دوه کلن څخه تر دری کلن پورې وي .

۲۰ نر اوښان چې له دری کلن څخه تر څلور کلن پورې وي .

۲۰ اوښان چې له څلور کلن څخه تر پنځه کلن پورې وي .

کفاره:

کفاره د غلام آزادول که هغه نه وي دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول ، لقوله سبحانه وتعالی :

[ومن قتل مؤمناً خطأ فتحرير رقبة مؤمنة، ودية مسلَّمة إلى أهله] … [فمن لم يجد فصيام شهرين متتابعين] ..(النساء: ۹۲) .

ژباړه : او که څوک مړ کړي کوم مؤمن په خطا سره نو (شته پر قاتل ) آزادول د غاړې ( د مريی ) مؤمن او (بل) ديت دی وارثانو د مقتول ته او که څوک ( د مريی آزادول ) ونه مومي نو دوې مياشتې به پرلپسې روژه نيسي .

په قتل کې د يوې ډلې شرکت :

کچېرې يو کس په ناحقه سره د څو کسانو يا يوې ډلې لخوا ووژل شي ټول ورباندې قصاص کيږي .

يجب شرعاً باتفاق الأئمة الأربعة قتل الجماعة بالواحد، سداً للذرائع (فقه الاسلامي وادله ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 136 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً