د خفګان او غمونو علاج څه دی ؟

محترم او عزتمنده السلام عليكم زه ٢ پوښتني لرم هيله كوم چی ځوابونه راته راكي اوله دا ده چی زما زړه زيات وخت خفه وي ته وماته داسی شی را وښیه چی په هغه سره ډېر زیات د زړه خوشحالي راځی او د دنیا دغمونو می زړه می په امن کی وې هغه كه د قرآن كريم يو سورت يا يو آيات وي يا ذكر وي يا دعا يي هرشي چي وي ٢پوښتنه دا ده جي صلاة حاجت څنكه كيږي طريقه يي راته بيان كه وسلام د ځوابونو په انتظار يم

زاهد الله زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو د بنده ګۍ د مسئوليت ، اطاعت او آخرت غم دی دا غم په دنيا کې د هر رښتنې مسلمان سره مل وي

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/5562

او بل د دنيا غمونونه دي د دنيا د غم دوه ستر اسباب دي لکه : د الله تعالی په قضاء باندې نا راضه کېدل او د الله تعالی په بې شميره نعمتونو سرګې پټول او ناشکري کول .

د دغه غم علاج د الله په قضاء راضي کېدل قناعت کول او د الله تعالی په بې شميره نعمتونو اعتراف کول ، د الله تعالی طرف ته رجوع او يوازې او يوازې د الله جل جلا له ياد دی لکه : لمونځ ، د قرآنکريم تلاوت ، د الله تعالی په قدرتونو کې فکر او غور کول ، اذکار او دعاګانې او داسې نور .

لقوله سبحانه وتعالی :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨)

هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

کله چې انسان د الله (جل جلاله ) د ياد څخه غافل شي په هغه باندې شيطان مسلط شي او هغه ته ډول ډول پريشانۍ او وسواس ور اچوي او په روحاني امراضو يې مبتلاء کوي ، په دې حال کې بنده داسې سرګردانه او پريشانه لور په لور ګرځي لکه د ماشوم څخه يې چې خپله مور ورکه شوې وي .

لقوله سبحانه وتعالی :

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د ذکر په باره کې په سنتو کې ډير احاديث راغلی دي چې ځنې د هغې په لاندې ډول دي :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، ….. (البخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د الله جل جلا له  ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په ګنړه او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

په سنتو کې د غم لرې کولو مسنونه دعا:

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ» [سنن ترمذي 5 / 529]

بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته ، پاکي تا لره ده ، بې شکه چې له ما کمي وشو.

دوهمې پوښتنې ځواب

د حاجت لمونځ

https://dawat610.com/archives/134

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً