د کورواله په وخت کې د ځان لوڅول جايز دي ؟

محترمو دامی دوهم ایمیل دی چی زه یی درلیگم او تاسی یی نه جواب کوئ
۱- زما تپوس دا دی چی په رڼا کی کوروالی (روشنایی ) څه جواز شته که نه چی سړی د خپلی زوجی سره دورځې یا د شپی په رڼا کوروالی کوي اود کوروالی په جریان کی دوی يو د بل شرمګا ته کتلی شي ؟ بعضی خلک وایی چی په دی سره د سترگو نظرکميږي چی دا کارڅومره حقیقت لری داسلام دنظره .
۲-خپلی زوجی سره بربند (لغر )ملاستی سنگه دی ددی په باره کی هم معلومات ستاسی نه غوارم .
لطفا ستاسی د جواب په هیله
مطلب داچی زنانه اوخاوند دواره اوس(بربند)ملاستی شی که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په اسلامي شريعت کې د جماع يا کورواله د پاره خاص وخت نه دی ټاکل شوی جماع يو زار دی نو ځکه جماع کول به د اهل او اولاد څخه پټه تر سره کيږي .

دوهم : د جماع او کورواله په وخت کې سړي او ښځه ځان بالکل نه لوڅوي بلکي پر ځای به پرده او چادر اچوي .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( إذا أتى أحدُكم أهله فليستتر , فإنه إذا لم يستتر استحيت الملائكة فخرجت , فإذا كان بينهما ولد كان للشيطان فيه نصيب ) .

رواه الطبراني في ” المعجم الأوسط ” ( 1 / 63 )

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې تاسې کورواله کوئ نو خپل ستر ساتئ ځکه که ستر ونه کړئ ملائکې درڅخه وځي او که مو بچۍ په برخه شي په هغه د شيطان يوه حصه وي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((إذا أتى أحدكم أهله فليستتر ولا يتجرد تجرد العيرين)). (الماجه 1921 ) .

کله چې يو د ستاسې له خپلې ښځې سره کورواله کوئ نو ځان دې پټ کړي دهغه د پاره دا مناسبه نه ده چې د خرو په څير ځان بالکل لوڅ کړي .

دريم : د جماع په وخت کې يو د بل شرمګا ته کتل د ځنو فقهاؤ په نزد جايز دي دليل دا حديث شريف دی : احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ (احمد ، ابوداود ، ترمذي ) .

او ځنې فقهاء يې مکروه بولي په دليل د دغه حديث : إِنْ اسْتَطَعْتَ أَلَا يَرَيَنَّهَا أَحَدٌ فَافعل (احمد ، ابوداود ، ترمذي ) .

خو غوره داده چې شرمګاه له هر چا څخه پټه وساتل شي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «اللَّهُ أَحَقُّ أَنْ يُسْتَحْيَا مِنْهُ مِنْ النَّاسِ» (البخاري ) .

يعنې : الله تعالی تر ټولو ددی لايق دی چه خلک له هغه څخه شرم وکړي .

څلورم : دا چې شرمګا ته کتل د سترګو د ړندوالی سبب ګرځي څه اصل نه لري په دې باره کې چې کوم حديث راغلی دی هغه موضوع دی .

إذا جامع أحدُكم فلا ينظُرْ إلى الفرْجِ فإنَّه يُورِثُ العمَى ، ولا يُكثِرِ الكلامَ فإنَّه يُورِثُ الخرَسَ (الموضوعات ابن الجوزي ۳/۶۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً